ads

وسلوالو طالبانو دوه انجنيران وتښتول

وسلوالو طالبانو په غزني ښار کې د يوې نادولتي موسسې اړوند دوه افغاني انجنيران تښتولي دي . وسلوالو طالبانو په غزني ښار کې د يوې نادولتي موسسې اړوند دوه افغاني انجنيران تښتولي دي . د دې ولايت د کرنې رئيس سلطان حسين عباسيار وايي، چې دغه پېښه د غزني ښار اړونده د دنګل باغ په […]

نویسنده: TKG
17 غبرګولی 1389

وسلوالو طالبانو په غزني ښار کې د يوې نادولتي موسسې اړوند دوه افغاني انجنيران تښتولي دي .

وسلوالو طالبانو په غزني ښار کې د يوې نادولتي موسسې اړوند دوه افغاني انجنيران تښتولي دي .

د دې ولايت د کرنې رئيس سلطان حسين عباسيار وايي، چې دغه پېښه د غزني ښار اړونده د دنګل باغ په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د (اى سي ډي جي) په نامه د يوې نادولتي موسسې دوو انجنيرانو په ياده شوې سيمه کې د يوې کرنيزې پروژې کارکونكيو ته معاشونه وړي وو، خو د بېر ته راتګ پر مهال نادرکه شوي دي.

د غزني د امنيه قوماندانۍ کشفي مرستيال سمونوال غني د يادو شويو کسانو نادرکه کېدل تاييد کړل او ويې ويل، چې د طالبانو له خوا تښتول شوي دي .

که څه هم د طالبانو وياند په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ځايي وسلوال طالبان بيا مني، چې دغه کسان د دوى له خوا تښتول شوي دي .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA