ads

ننګرهار كې پر ايتلافي ځواكونو بريد

په ننګرهار کې نن د ايتلافي ځواکونو پر يوه کاروان ځانمرګى بريد پر دولسو ولسي وګړو سربېره يو پوليس ټپي او د عيني شاهدانو په وينا څو بهرني سرتېري ووژل.     په ننګرهار کې نن د ايتلافي ځواکونو پر يوه کاروان ځانمرګى بريد پر دولسو ولسي وګړو سربېره يو پوليس ټپي او د عيني […]

نویسنده: TKG
17 غبرګولی 1389

په ننګرهار کې نن د ايتلافي ځواکونو پر يوه کاروان ځانمرګى بريد پر دولسو ولسي وګړو سربېره يو پوليس ټپي او د عيني شاهدانو په وينا څو بهرني سرتېري ووژل.

 

 

په ننګرهار کې نن د ايتلافي ځواکونو پر يوه کاروان ځانمرګى بريد پر دولسو ولسي وګړو سربېره يو پوليس ټپي او د عيني شاهدانو په وينا څو بهرني سرتېري ووژل.

بريد  غرمه څه باندې يوه بجه د بهسود سيند پر پله چې د جلال اباد ښار يوه سرحدي دروازه او مهمه سيمه ګڼل کېږي تر سره شو.

د ننګرهارد  امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور کليد ته وويل چې د يوه موټر په مټ شوي دې بريد د پينځو ماشومانو په ګډون دولس ولسي وګړي او يو پوليس ټپيان کړي خو بهرنيو ځواکونو ته تلفات نه لري.

ايتلافي ځواکونو لا دپېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي خو عيني شاهدان وايي په له منځه تللي ټانګ کې   سپاره ټول بهرني سرتېري وژل شوي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د پېښې مسوليت پرغاړه اخېستى او د اتو بهرنيو سرتېرو د وژلو ترڅنګ يې د دوو ټانګونو د له منځه وړلو دعوه هم کړې.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA