ads

د اربكي ملېشو د قوماندان وژل كېدل

    وسلوال طالبانو د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اربکي ملېشو يو تن قوماندان وواژه . د کندوز والي انجينر محمد عمر  کليد سره په مركه كې دا ومنله، چې تېره شپه قوماندان عبدالستار د دولت د مخالفينو لخوا د نوموړ ولايت د امام صاحب په ولسوالۍ كې د يوه كمين […]

نویسنده: TKG
17 غبرګولی 1389

 

 

وسلوال طالبانو د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اربکي ملېشو يو تن قوماندان وواژه .

د کندوز والي انجينر محمد عمر  کليد سره په مركه كې دا ومنله، چې تېره شپه قوماندان عبدالستار د دولت د مخالفينو لخوا د نوموړ ولايت د امام صاحب په ولسوالۍ كې د يوه كمين په ترڅ كې ووژل شو.

دغه راز طالب وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته په يوه پيغام کې د پيښې د مسووليت منلو ترڅنګ ويلي، چې قوماندان عبدالستار او ورسره درې تنه ساتونکې يې د يادې ولسوالۍ په علې بردي سيمه کې د يوه کمين په ترڅ کې وژلي دي.

د يادولو وړ ده چې په ياد ولايت کې تېره ورځ هم د خان اباد په ولسوالۍ کې د عامه نظم ساتلو يا ځايي مليشو يو قوماندان بلوچ له خپلو دوه تنو ساتونکو سره د يوه ماين په چاودنه كې، چې مسووليت وسلوالوطالبانو په غاړه اخيستې و، ووژل شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA