په هرات ښار كې ميشتو ايټالوي ځواكونو تېر مازيګر تصفيوي عمليات ترسره كړل ، چې په پايله كې يې د عيني شاهدانو په وينا دوو تنو ته مرگ ژوبله واوښته اولس تنه يي له ځانه سره يوړل.
په هرات ښار كې ميشتو ايټالوي ځواكونو تېر مازيګر تصفيوي عمليات ترسره كړل ، چې په پايله كې يې د عيني شاهدانو په وينا دوو تنو ته مرگ ژوبله واوښته اولس تنه يي له ځانه سره يوړل.
نړيوالو ځواكونو ويلي ،چې ددوى امنيتي سرتيرو تېره ورځ مازيگر مهال د هرات ښار اړوند د ګمرګ په سيمه كې د مخه ترلاسه شويو راپورنو په اساس تصفيوي عمليات تر سره كړل.
د دوى په وينا، دوى راپور ترلاسه كړى و ، چې يادې سيمې ته دوه ځانمرګي بريد كوونكي ننوتي دي او غواړي، چې په امنيتي ځواكونو بريدونه ترسره كړي.
خو ځايي دولتي چارواكو تر اوسه د دغه عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


