د كندوز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې نن سهار د عامه نظم ساتونكيو،اربکيانو دوه قوماندانان ووژل شول.
د كندوز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې نن سهار د عامه نظم ساتونكيو،اربکيانو دوه قوماندانان ووژل شول.
د خان اباد ولسوال نظام الدين ناشر کليد سره په خبرو کې د پېښې پخلى وكړ او ويې ويل چې دغه پېښه نن سهار د ايشان توپ په سيمه کې د دولت د وسله والو مخالفينو لخوا د ايښودل شوي ماين د چاودنې په ترڅ كې رامنځته شوې.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د پېښې پړه پر غاړه اخيستې او کليد ته د ټليفون په ليكه وويل، چې وسله والو كسانو يې په خان اباد ولسوالۍ کې د اربکيانو دوه قوماندانان د خپلو ساتونکيو سره يو ځاى د ماين په واسطه وژلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


