ads

امنيتي چارواكي: د مخالفينو ادعاوې بې بنسټه دي

د بغلان ولايت چارواکو د وسلوالو طالبانو هغه ادعاوې رد کړي، چې ګنې د بورقې په ولسوالۍ کې يې دوى ته زيان اړولى دى. د بغلان ولايت چارواکو د وسلوالو طالبانو هغه ادعاوې رد کړي، چې ګنې د بورقې په ولسوالۍ کې يې دوى ته زيان اړولى دى. د بغلان د پوليسو امر سيد زمان […]

نویسنده: TKG
16 غبرګولی 1389

د بغلان ولايت چارواکو د وسلوالو طالبانو هغه ادعاوې رد کړي، چې ګنې د بورقې په ولسوالۍ کې يې دوى ته زيان اړولى دى.

د بغلان ولايت چارواکو د وسلوالو طالبانو هغه ادعاوې رد کړي، چې ګنې د بورقې په ولسوالۍ کې يې دوى ته زيان اړولى دى.

د بغلان د پوليسو امر سيد زمان کليد سره په خبرو کې وويل چې د وسلوالو مخالفينو دا ډول ادعاوې بې اساسه دي، چې ګنې زموږ پوليسو ته دي زيان اوښتې وي، بلکه هيڅ نښته نده رامنځ ته شوي.

خو بل پلو ته د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يونامعلوم ځاي څخه د ټيلفون پرليکه  کليد ته وويل چې تېره ورځ شاوخوا پنځه بجې د بغلان ولايت په بورقه ولسوالۍ د پلول په سېمه کې د وسلوالو طالبانو او کورنيو پوليسو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې چې د هغه پر وينا نښتې نږدي دوه ساعته دوام درلوده او په پايله کې 7 پوليس ووژل شول او 6 نورټپيان شول.

همدارنګه هغه د دوه طالب جنګياليو د ټپې کيدو خبره هم وکړه چې په دغه نښته کې ژوبل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په دي وروستيو کې په بغلان کې نږدي هره ورځ د عملياتو خبره کيږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA