ads

په تخار كې د باران له امله شپږ تنه مړه شول

د تېرو33 ساعاتونو پرلپسې باران له كبله د تخارولايت په روستاک، هزارسيمچ ،فرخار او خواجه غار ولسواليو کې 6 تنه ووژل شول او په سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه له منځه ولاړه. د تېرو33 ساعاتونو پرلپسې باران له كبله د تخارولايت په روستاک، هزارسيمچ ،فرخار او خواجه غار ولسواليو کې 6 تنه ووژل شول او په […]

نویسنده: TKG
15 غبرګولی 1389

د تېرو33 ساعاتونو پرلپسې باران له كبله د تخارولايت په روستاک، هزارسيمچ ،فرخار او خواجه غار ولسواليو کې 6 تنه ووژل شول او په سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه له منځه ولاړه.

د تېرو33 ساعاتونو پرلپسې باران له كبله د تخارولايت په روستاک، هزارسيمچ ،فرخار او خواجه غار ولسواليو کې 6 تنه ووژل شول او په سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه له منځه ولاړه.

د تخار د والې وياد توحيدي کليد سره په خبروکې وويل، چې د تېرو څوساعاتو پرله پسې بارانونو له امله لږ ترلږه 6 تنه ووژل شول.

نوموړي زياته کړه، چې دغو بارانونو لس ولسوالۍ زيانمنې کړي دي، چې په پنځو ولسواليو کې خلکو ته د مالې زيان تر څنګ مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

توحيدي زياته کړه: 2 تنه په روستاک ، يو تن په خواجه غار، دوه تنه په هزارسيمج ،او يوکس په اشکمش ولسوالې کې د سختو سيلابونو د راوتو له امله وژل شويدي، او په سلګونه جريبه کرنييزه ځمکه او څاورې هم هلاک شوي دي، خو په وينا يې كره شمېره لا نده معلومه.

ويل کيږي، په دغو بارانونو کې يو کوماز ډوله موټر او 2 عرادې کرولا موټرې هم د اوبو لاندې شوي دي.

سربيره پردې د والې وياند زياته کړه چې زيانمن شويو سيمو ته کارې ډلې استول شوي، ترڅو د اوښتو زيانونو په اړه تحقيق وکړي.

همدارنګه ويل کيږي چې په بغلان ولايت کې هم سيلابونو خلکو ته پراخ مالې اوځانې تاونونه اړولې دي خو په ځانګړې ډول د بغلان د نهرين ولسوالې ډيره زيانمنه شوي ده .

په دي وروسيتو کې د ستختو اورښتو له امله په شمال کې خلکو ته زيات مالې زيانونه اوښتې، خو تر اوسه پورې د سيلابونو قربانيانو سره د پام وړ مرسته چا نه ده کړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA