ads

د ختيزې سيمې شپېته سلنه ځنګلونه له منځه تللي

د چاپېريال ساتنې ملي اداره د دې ترڅنګ چې د ختيځ په درېيو ولايتونو کې پخپل سر د شاوخوا شپېتو سلنو ځنګلونو د وهل کېدو خبرورکوي، او  په وينا يې د دې سيمې  اېله څلوېښت  سلنه ځنګلونه پخپل حال پاتې دي. د چاپېريال ساتنې ملي اداره د دې ترڅنګ چې د ختيځ په درېيو ولايتونو […]

نویسنده: TKG
15 غبرګولی 1389

د چاپېريال ساتنې ملي اداره د دې ترڅنګ چې د ختيځ په درېيو ولايتونو کې پخپل سر د شاوخوا شپېتو سلنو ځنګلونو د وهل کېدو خبرورکوي، او  په وينا يې د دې سيمې  اېله څلوېښت  سلنه ځنګلونه پخپل حال پاتې دي.

د چاپېريال ساتنې ملي اداره د دې ترڅنګ چې د ختيځ په درېيو ولايتونو کې پخپل سر د شاوخوا شپېتو سلنو ځنګلونو د وهل کېدو خبرورکوي، او  په وينا يې د دې سيمې  اېله څلوېښت  سلنه ځنګلونه پخپل حال پاتې دي.

په ختيځ کې د چاپېريال ساتنې د ملي ادارې مشر شاه محمود مومند نن د چاپېريال ساتنې د ورځې په نمانځغونډه کې کليد ته د يوې ځانګړې مرکې پرمهال په دې اړه نور جزيات ورنکړل، خو ويې ويل د دوى څارنو دا اټکلي شمېره په واک کې ورکړې.

مومند کونړ، ننګرهار او نورستان هغه ولايتونه وښودل چې په وينايې د ځنګلونو وهل لا پکې دوام لري او دوى دا کار د چاپېريال ککړتيا ته يوه لويه ننګونه ګڼي.

د ننګرهار د کرنې رېس محمد حسين صافي بيا کليد سره خبرو کې د دې ترڅنګ چې په اوسمهال کې د ننګرهار د ځنګلونو وهل کېدل رد کړل ويې ويل د ځنګل لرونکو سيمو استوګنو د ټولنو په جوړولو سره د دې کار مخنيوى کړى.

د چاپېريال ساتنې د ادارې ځايي مشر دا خبرې کليد ته په داسې مهال وکړې، چې د ختيځ يو شمېر استوګن بيا دا اداره تش په نامه ګڼي او وايي له چارو يې ناخوښه دي، خو دا اداره بيا وايي يوازې د چاپېريال څارنه کولاى شي او د اجرايه چارو صلاحيت نه لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA