ننګرهار نن بيا ايتلافي ځواکونو ته پر تېل وړونکي ټانکر د چاودنې شاهد و، چې د چارواکو په وينا ځاني تلفات يې نه لرل.
ننګرهار نن بيا ايتلافي ځواکونو ته پر تېل وړونکي ټانکر د چاودنې شاهد و، چې د چارواکو په وينا ځاني تلفات يې نه لرل.
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي کليد ته وويل، چې دا ټانکر نن سهار شاوخوا شپږ بجې د طورخم- جلال اباد پر لاره د روداتو په حصارشاهي سيمه کې پرې يو مقناطيسي ماين چې له پخوا نه ځاى، پرځاى شوى وچاودېد چې يوه برخه يې ويجاړه شوه.
د عبدالزي په خبره پوليسو د پېښې په تور څوک نه دي نيولي، خو ټانکر چلوونکي يې د پلټنو لپاره ايسارکړي دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه کليد ته په ټليفون وويل چې د تېلو دا ټانکر دوى نن سهار د بټي کوټ ولسوالۍ په حصارشاهي سيمه کې تر چاودنې لاندې راوستى او په بشپړ ډول يې له منځه وړى.
د بټي کوټ ولسوال قاسم خان کليد سره خبرو کې دا دعوه په دې رد کړه چې حصارشاهي د بټي کوټ اړونده سيمه نه ده .
په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
په ننګرهار کې له شاوخوا يوې مياشت راهيسې ورځ، دوه، وروسته ايتلافي ځواكونو ته تېل وړونكي ټانکرونه په ورته پېښو کې له منځه ځي.
دا ډول پېښې چې چارواکي ترې وروسته تل د امنيتي تياريو د پياوړتيا ژمنه کوي، پر امنيتي ادارو د ځايي خلکو نيوکې او پرخپل خونديتوب يې اندېښنې راپارولي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


