ads

مشرانو جرګې د مرتد شويو افغانانو د اعدام غوښتنه وكړه

مشرانو جرګې د سې شنبې په عمومي غونډه كې سنا تورانو د هغو مرتد شويو افغانانو د اعدام غوښتنه وكړه چې په كابل كې د يو شمېر بهرنيو موسسو لخوا عيسوي دين ته دعوت شوي دي. مشرانو جرګې د سې شنبې په عمومي غونډه كې سنا تورانو د هغو مرتد شويو افغانانو د اعدام غوښتنه […]

نویسنده: TKG
11 غبرګولی 1389

مشرانو جرګې د سې شنبې په عمومي غونډه كې سنا تورانو د هغو مرتد شويو افغانانو د اعدام غوښتنه وكړه چې په كابل كې د يو شمېر بهرنيو موسسو لخوا عيسوي دين ته دعوت شوي دي.

مشرانو جرګې د سې شنبې په عمومي غونډه كې سنا تورانو د هغو مرتد شويو افغانانو د اعدام غوښتنه وكړه چې په كابل كې د يو شمېر بهرنيو موسسو لخوا عيسوي دين ته دعوت شوي دي.

مشرانو جرګې د نوموړو مرتد شويو افغانانو مستند فلم چې په كابل كې د يوخصوصي تلويزيوني چينل د خبريال په زيار جوړ شوى دى وليد چې د فلم د ليدلو وروسته سناتوران وقهرېدل او په يوه خوله يې پر مرتد شويو افغانانو باندې د اسلام د مبين دين د احكامو د تطبيق غوښتنه وكړه.

سناتورانو دولت ته ګواښ وكړ كه چېرې هغه بهرنۍ موسسې چې نوموړي افغانان يې له اسلام څخه عيسويت ته اړولي په څلور ويشتو ساعتونو كې له افغانستانه ونه وځي نو دوي به د بهرنيوځواكونو پرضد وسله پورته او د جهاداعلان به وكړي.

د يادولو وړ ده چې اقتصاد وزارت دوه نارويژۍ موسسې چې ويل كېږي عيسوي دين ته به يې دعوت كاوه پرې بنديزولګيد او كارونه يې تردې مهاله درېدلي دي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA