ads

د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته

وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يو نامعلوم ځاي څخه کليد ته وويل چې تېره ورځ شا وخوا دوه بجې د کندوز- بغلان پر لويه لاره د علې اباد په سيمه کې د پوليسو سره نښته رامنځ ته شوه چې د نوموړې په وينا په ياده نښته کې 12 تنه پوليس وژل شوې.   […]

نویسنده: TKG
11 غبرګولی 1389

وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يو نامعلوم ځاي څخه کليد ته وويل چې تېره ورځ شا وخوا دوه بجې د کندوز- بغلان پر لويه لاره د علې اباد په سيمه کې د پوليسو سره نښته رامنځ ته شوه چې د نوموړې په وينا په ياده نښته کې 12 تنه پوليس وژل شوې.

 

وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يو نامعلوم ځاي څخه کليد ته وويل چې تېره ورځ شا وخوا دوه بجې د کندوز- بغلان پر لويه لاره د علې اباد په سيمه کې د پوليسو سره نښته رامنځ ته شوه چې د نوموړې په وينا په ياده نښته کې 12 تنه پوليس وژل شوې.

مجاهد په دغه نښته كې د خپل يو ه ملګري د وژل كېدو پخلى هم كړى.

د علي اباد يو تن ځايي اوسيدونکي د نوم د نه ښوولو په شرط  کليد ته وويل، چې په ياده سيمه كې سخته جګړه رامنځته شوې، خو نوموړې يي دواړوخواوو ته د اوښتې زيان په اړه  مالومات نلرل.

هغه دا هم وويل چې په كندوز كې ميشت المانې ځواکونه د ګزمې لپاره بغلان ته روان وو چې د وسلوالو د کمين سره مخ شول او د هغوې پرځاي له پوليسوسره نښته رامنځ ته شوه ځکه پوليس تر هغوې دمخه وو.

همدارنګه د يادي ولسوالۍ ولسوال هم پيښه تاييد کړه خو ځانته يي هرډول مرګ ژوبله په کلکه ردکړه.

په دې اړه تر دې دمه لا كورنيو چارو وزارت او په سيمه كې ميشتو الماني ځواكونه څه نه دي ويلي.

د علې اباد نښته په داسې حال کې رامنځته کيږي چې  دوه ورځې وړاندي هم په ياده ولسوالۍ کې د لالا ميدان په سيمه کې وسلوالو طالبانو او ناټو ځواکونو ترمنځ سخته نښته رامنځ ته شوې وه چې د يولس کلن ماشوم د ټپې کيدو ترڅنګ د سړک دواړو غاړو ته د غنمو ولاړ فصل هم د اور خوراك شو چې له كبله يې ولسي وګړو ته بلا مالي زيان واوښت.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA