د نورستان چارواکي له وسله والو طالبانو څخه د خپلې سقوط شوې ولسوالۍ برګمټال د بيرته نيولو خبرورکوي.د دې ولايت امنيې قومندان جنرال محمد قسيم پيمان کليد ته وويل دغه ولسوالي يې تېره شپه نهه بجې دې سيمې ته د ورغلو نوو افغان ځواکونو په عملياتو کې بيرته ونيوله.
د نورستان چارواکي له وسله والو طالبانو څخه د خپلې سقوط شوې ولسوالۍ برګمټال د بيرته نيولو خبرورکوي.
د دې ولايت امنيې قومندان جنرال محمد قسيم پيمان کليد ته وويل دغه ولسوالي يې تېره شپه نهه بجې دې سيمې ته د ورغلو نوو افغان ځواکونو په عملياتو کې بيرته ونيوله.
د جنرال پيمان په وينا په دې عملياتو کې افغان ځواکونه تلفات نه لري خو وسله والو طالبانو ته پکې درنه مرګ،ژوبله اوښتې چې اوس يې شمېر نه شي ښودلى.
د نورستان امنيې قومندان دغه راز وايي چې داځل د ده په وينا برګمټال ته د راغلو پاکستاني طالبانو په نيولو پسې به تروروستۍ کچې هڅه کوي او نور به د دې وخت نه ورکوي چې کومه سيمه ترې لاندې کړي.
وسله والو طالبانو لا د برګمټال د بايللو يانه بايللو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا ولسوالي چې له تېرې دوشنبې راهيسې پرې د ځايي چارواکو په ويناد پاکستاني طالب مشر مولانافضل الله په مشرۍ درې سوو پاکستانيو طالبانوبريدونه پيل کړل،د شنبې پرسهار د دولت له واکه ووته.
د خيبرپښتونخوا چترال ته لنډ برګمټال تېرکال پوره اونۍ د وسله والو طالبانو په لاس کې وه،په تېرځل او اوس دواړو کې ځايي چارواکو د خپل بايلاد لامل د ځواکونو کموالى ښودلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


