ads

ځانمرګي بريد دپوليسو په ګډون ۱۵ تنه ټپيان کړل

خوست ښار ته نږدې تېر ماخوستن ځانمرګي بريد اته پوليس او اوه ملکي وګړي ټپيان كړل. د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم انګار د پېښې پخلى كړى او رسنيو ته وويل چې دغه پېښه تېر ماخوستن د خوست ښار ختيځ ته د کاروان سراى په سيمه کې وشوه.       خوست ښار […]

نویسنده: TKG
10 غبرګولی 1389

خوست ښار ته نږدې تېر ماخوستن ځانمرګي بريد اته پوليس او اوه ملکي وګړي ټپيان كړل. د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم انګار د پېښې پخلى كړى او رسنيو ته وويل چې دغه پېښه تېر ماخوستن د خوست ښار ختيځ ته د کاروان سراى په سيمه کې وشوه.

 

 

 

خوست ښار ته نږدې تېر ماخوستن ځانمرګي بريد اته پوليس او اوه ملکي وګړي ټپيان كړل.

د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم انګار د پېښې پخلى كړى او رسنيو ته وويل چې دغه پېښه تېر ماخوستن د خوست ښار ختيځ ته د کاروان سراى په سيمه کې وشوه.

نوموړي زياته کړه، چې ځانمرګي له چاودېدونکو توکو ډک موټر په ياده شوې سيمه کې د پوليسو د عامه نظم د پوستې له دېوال سره وجنګاوه او چاودنه يې رامنځته کړه، چې له كبله يې  اته پوليس ټپيان شول.

انګار وايي چې د چاودنې له كبله د نږدې کورونو اوه ملکي وګړي چې يوه مېرمنه او دوه ماشومان هم پكې دي، ټپيان شوي دي.

د خوست امنيه قوماندان زياته کړه چې د ځانمرګي بريد پر مهال ډېرى پوليس ګزمې ته وتلي وو، ځکه ډېره مرګ ژوبله رامنځته نه شوه.

د خوست د عامې روغتياريس ډاكټر امير بادشاه  وايي چې د خوست ملكي روغتون ته يې له دې پېښې پنځلس ټپيان ور وړي چې اته يې سرتيري او اوه نور يې د نږدې كورونو عام خلك دي.
د نوموړي په وينا په ياد شمېر ټپيانو كې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د يوه بل خبر له مخې د خوست عليشېرو ولسوالۍ د ببرك تاڼې په سرحدي سيمه كې د سرحدي پوليسو په يوه رېنجر موټر پسې د سړك غاړې بمي چاودنه شوې.
په خوست كې د سرحدي پوليسو يو تن چارواكى وايي په دې پېښه كې يو سرتېرى وژل شوى او شپږ نور ټپيان شوي دي.
وسله والوطالبانو د يادو دواړو پېښو مسووليت پرغاړه اخيستى او د ګڼې مرګ ژوبلې اړولو ادعا يې كړې.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA