ads

ولسي جرګې خپله چوپتيا ماته كړه

د ولسي جرګې اعتراضيه غونډه د دوهمې اونۍ لپاره په داسې حال كې پيل شوه چې ولسي جرګې په تېرو ورځوكې ويلي وو چې په عمومي غونډوكې به په هيڅ يوې اجنداخبرې نه كوي. د ولسي جرګې اعتراضيه غونډه د دوهمې اونۍ لپاره په داسې حال كې پيل شوه چې ولسي جرګې په تېرو ورځوكې […]

نویسنده: TKG
10 غبرګولی 1389

د ولسي جرګې اعتراضيه غونډه د دوهمې اونۍ لپاره په داسې حال كې پيل شوه چې ولسي جرګې په تېرو ورځوكې ويلي وو چې په عمومي غونډوكې به په هيڅ يوې اجنداخبرې نه كوي.

د ولسي جرګې اعتراضيه غونډه د دوهمې اونۍ لپاره په داسې حال كې پيل شوه چې ولسي جرګې په تېرو ورځوكې ويلي وو چې په عمومي غونډوكې به په هيڅ يوې اجنداخبرې نه كوي.

خو ولسي جرګې نن برعكس د تېر په خلاف د نورستان د برګمټال ولسوالۍ په هكله چې اوسمهال د پاكستاني طالبانو په لاس كې ده خبرې اترې وكړې.

وكيلانو پر افغان امنيتي ځواكونو تور لګاوه چې د دوى د بېغورۍ او بې كفايتۍ له كبله ياده ولسوالۍ اوس د بهرنيو طالبانو په ولكه كې ده.

خو د كورنيو چارو وزارت وياندزمري بشري تېره ورځ د يوې خبري غونډې په ترڅ كې خبريالانو ته ويلي و چې پوليس تكتيكي په شاتګ كړى چې د يو منظم پلان له مخې دوى بيا د ملي اردو او ايتلافي ځواكونو په مرسته پر برګيمټال د بريد تابيا كوي ترڅو ياده ولسوالۍ د دولت تر ولكې لاندې راشي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA