ads

همدرد: د ځمكو غاصبين به څارنوالۍ ته معرفي كړو

د لغمان چارواکي څارنوالۍ ته د هغو خلکو د ورپېژندلو د هڅې خبر ورکوي چې په وينايې په دې ولايت کې يې زرګونه جريبه دولتي ځمکه غضبه کړې. د لغمان دوالي وياند ګل رحمان همدرد کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د ځمکو   غصب  په ټول لغمان او ځانګړي ډول مرکز مهترلام […]

نویسنده: TKG
10 غبرګولی 1389

د لغمان چارواکي څارنوالۍ ته د هغو خلکو د ورپېژندلو د هڅې خبر ورکوي چې په وينايې په دې ولايت کې يې زرګونه جريبه دولتي ځمکه غضبه کړې.

د لغمان دوالي وياند ګل رحمان همدرد کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د ځمکو   غصب  په ټول لغمان او ځانګړي ډول مرکز مهترلام او قرغيو

 

د لغمان چارواکي څارنوالۍ ته د هغو خلکو د ورپېژندلو د هڅې خبر ورکوي چې په وينايې په دې ولايت کې يې زرګونه جريبه دولتي ځمکه غضبه کړې.

د لغمان دوالي وياند ګل رحمان همدرد کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د ځمکو   غصب  په ټول لغمان او ځانګړي ډول مرکز مهترلام او قرغيو اوالينګار ولسواليو کې ډېر شوى چې د ده په وينا د لغمان د ولايتي ادارې  يو اړوند کمېسون يې هره ورځ سلګونه جريبه  بيرته  له غاضبينو رانيسي.

د والي وياند د دې پوښتنې په ځواب کې چې لايې څوک د ځمکو د غضب په تورنيولي او څارنوالۍ ته سپارلي کنه؟وويل،لاداسې نه دي شوي خو ټاکل شوى کمېسون به د طرزالعمل له مخې همداسې کوي.

ګل رحمان همدرد د لغمان د ځمکو غصب كوونکي هم په ډاګه نکړل خو ويې ويل د کمېسون تر پلټنو وروسته به دا خبره وکړي.

د لغمان پخواني والي لطف الله مشعل څو مياشتې وړاندې په ولسي جرګه کې د لغمان يو شمېر استازي او دغه راز پخواني جهادي قومندانان د دې ولايت په ځمکني غصب تورن کړي وو.

چارواکي د لغمان د غصب شويو ځمکو د راخلاصون خبره په داسې مهال کوي چې يو شمېر ولسي وګړي بيا خپله د دوى ځينې اړوندخلک په دې کار تورنوي خو دوى يې دعوه ناسمه ګڼي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA