ads

كابل كې د فروشګاه له هټيوالو سره نغدي مرسته

د امريكا د پرمختيايي ادارې يا يو ايس آي ډي لخوا د كابل ښار له يو شمېر زيامنو شويو هټيوالو سره  چې د ترهګريزو بريدنو پرمهال ورته مالي زيانونه اوښتي وو دوه سوو پنځوس زره  امريكايي ډالره نغدي مرسته وشوه د امريكا د پرمختيايي ادارې يا يو ايس آي ډي لخوا د كابل ښار له […]

نویسنده: TKG
10 غبرګولی 1389

د امريكا د پرمختيايي ادارې يا يو ايس آي ډي لخوا د كابل ښار له يو شمېر زيامنو شويو هټيوالو سره  چې د ترهګريزو بريدنو پرمهال ورته مالي زيانونه اوښتي وو دوه سوو پنځوس زره  امريكايي ډالره نغدي مرسته وشوه

د امريكا د پرمختيايي ادارې يا يو ايس آي ډي لخوا د كابل ښار له يو شمېر زيامنو شويو هټيوالو سره  چې د ترهګريزو بريدنو پرمهال ورته مالي زيانونه اوښتي وو دوه سوو پنځوس زره  امريكايي ډالره نغدي مرسته وشوه

د كابل ښاروال انجينير محمد يونس نوانديش  د دوشنې په ورځ د يوې خبري غونډې پرمهال چې په كابل كې د امريكا د متحده ايالتون سفير كارل ايكن بيري هم پكې ګډون درلود وويل  چې د روان ميلادي كال د جنوري په مياشت كې د فروشكاه په ماركيټ كې د ترهګريزو  بريدونو په ترڅ كې له زيامنو شويوهټيوالو سره امريكا د پرمختيايي ادارې لخوا دوه سوو پنځوس زره امريكايي ډالرونغدي مرسته وشوه.

د كابل ښاروال زياته كړه چې د فروشكاه د ماركيت د رئيس او د هټيوالو د استازو د څيړنو په پايله كې ۸۴ كسان چې د ځانمرګو بريدونو په ترڅ كې ورته  مالي زيانونه اوښتي وه په ډير دقت سره  د مرستو د ترلاسه كولو لپاره  ټاكل شوي دي

خو د فروشګاه د مارګيټ يو شمېر هټيوال وايي چې دغه مرستې په عادلانه توګه نه دي ويشل شوي.

د دوى په وينا د فروشګاه په ماركيټ كې  يو شمېرهيټيو ته زيات مالي زيان اوښتى او ځينو نورو ته بيا كم او همداراز داسې كسان هم شته چې د دوى په خبره نومونه يې د مرستو له ليست نه پاتې شوي دي.

د امريكا سفر  د فروشګا ماركيټ دبيارغونې په اړه وويل پرنوموړې ودانۍ د بيا رغونې كار روان دى  او ډېر ژره به  دغه ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د يادونې وړده چې د روان ميلادي كال په لومړۍ مياشت كې د څو تنو ترهګرولخوا د فروشګاه سوداګريز ماركيټ تربريدونو لاندې ونيول شو چې د سر زيان ترڅنګ يې د مليونو افغانيو په ارزښت سوداګريزتوكي له منځته ولاړل

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA