د ننګرهار ولايتي ادارې او يو شمېر قومي مشرانو نن په سولې مشورتي جرګه کې د ننګرهار پر انتصاب شويو استازو نيوکې كولې او له سمبالګرې ډلې يې د دې استازو پرانتصاب د بياکتنې غوښتنه وکړه.
د ننګرهار ولايتي ادارې او يو شمېر قومي مشرانو نن په سولې مشورتي جرګه کې د ننګرهار پر انتصاب شويو استازو نيوکې كولې او له سمبالګرې ډلې يې د دې استازو پرانتصاب د بياکتنې غوښتنه وکړه.
قومي مشرانو چې شمېره يې لسګونه تنو ته رسېده د جلال اباد په سپين جومات کې رسنيو ته وويل، چې په دې جرګه کې د ننګرهار د استازو په نامه برخه اخېستونکي د دې سيمې استازولي نه شي کولاى.
دغو قومي مشرانو دغه راز دعوه لرله چې د ننګرهار له څو ولسواليو څخه هېڅ کوم استازى دې جرګې ته نه دى بلل شوي چې په وينا يې، له دې امله به دا جرګه کومه ګټه هم ونه لري.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزي د قومي مشرانو د خبرو په پخلي سره وويل چې ولايتي اداره هم د يادې جرګې له سمبالګرو د ننګرهار د استازو د بدلون غوښتنه کوي.
د سولې ملي مشورتي جرګه چې د غبرګولي په دولسمه يې په پلازمېنه کابل کې د پيل نېټه ښودل شوې، له څو ورځو راهيسې په يو شمېر ولايتونو کې يې د ملاتړ غونډې شوي، خو ننګرهار بيا لومړنى ولايت دى چې قومي مشران او ولايتي چارواکي يې د ځينو چارو مخالفت وکړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


