د غور ولايت سيمه ييز چارواكي وايي، چې د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ كې د مشترك په نامه له پوځي عملياتو وروسته يو زيات شمير وسله وال مخالفين دغه ولايت ته ورغلي دي .
د غور ولايت سيمه ييز چارواكي وايي، چې د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ كې د مشترك په نامه له پوځي عملياتو وروسته يو زيات شمير وسله وال مخالفين دغه ولايت ته ورغلي دي .
د غور ولايت يو تن چارواكي د نوم د ښودلو په شرط كليد ته وويل، چې د نوموړي ولايت پسابند او تيورې ولسواليو ته يو زيات شمير وسله وال طالبان ورغلي دي او د يادو ولسواليو امنيت يي له ګواښ سره مخ كړى دى .
دغه چارواكى خبر دارى وركوي ،چې كه چېرته مركزي دولت د دوى امنيتي ارگانونه مجهزنه كړي د دې وېره شته، چې يادې ولسوالۍ د طالبانو لاسته ورشي.
داپه داسي حال كې ده، چې دوې شپې وړاندې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په تيورې ولسوالۍ له څوخواوو بريد وكړ، چې د پوليسو له سخت مقاومت سره مخ شول.
همدارنگه درې ورځې وړاندې طالبانو د دغه ولايت په پسابند ولسوالۍ هم ورته بريد كړى و ، چې د نښتې په تنجه كې يې يو پوليس او څلور طالبان ووژل شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


