د شنبې د ورځې په ماښام وسله والو طالبانو د پكتيكا په مركز شرنه كې يو سيمه ييز تن د جاسوسۍ په تور ووژاه.
وسله والو طالبانو د نوموړي د وژنې پړه پر غاړه اخيستې او د دې ډلې يو تن سيمه ييز وياند ډاكټر عبدالوكيل مبارز د يوه نامعلوم ځاى څخه د ټليفون له ليكه ويلي چې ميرزا كلا اوسېدونكى جمعه ګل د اكبر خان زوى د دوى لخوا وژل شوى.

مبارز زياته كړه چې ياد شخص پخپل جرم اعتراف كړى و، چې له تېرو ۷ كلونو راهيسې يې دولت ته جاسوسي كوله، او د جاسوسانو د يو ګروپ مشر و.
خو د پكتيكا ولايت دولتي چارواكو د طالبانو دا خبره په كلكه رد كړې چې ګواكې وژل شوي تن دولت ته جاسوسي كوله.
د پكتيكا ولايت د ملي امنيت رياست په دې اړه كليد ته وويل چې وژل شوى كس له دولت سره هېڅ ډول دنده او اړيكه نه درلوده او طالبانو يو بې ګناه ملكي وګړى وژلى دى.
د ملي امنيت په وينا ټول هغه كسان چې د طالبانو لخوا د جاسوسۍ په تور وژل شوي، هيڅ يوه يې هم له دولت سره څه اړيكه نه درلوده او د سيمې بې ګناه وګړي وو.
د ملي امنيت د رياست په خبره، وسله والو طالبانو هر وخت په سيمه كې د شخصي تربګنيو له كبله ملكي وګړي وژلي او په دې ډول غواړه په خلكو كې وېره خوره كړي.
دا په داسې حال كې ده چې له دې وړاندې هم وسله والو طالبانو د سيمې يو شمېر وګړي دې ته په ورته تورنو وژلي، چې دولتي چارواكو تل وژل شوي كسان بې ګناه بللي او له دوى سره يې له هر راز اړيكو درلودو څخه انكار كړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ