ads

پكتيا كې پنځه پوليس ټپيان شول

د پكتيا ولايت په يوه سرحدي ولسوالۍ كې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه كې د ځايي امنيې قوماندان په ګډون پېنځو پوليسو او يو شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.     د پكتيا ولايت په يوه سرحدي ولسوالۍ كې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه كې د […]

نویسنده: TKG
9 غبرګولی 1389

د پكتيا ولايت په يوه سرحدي ولسوالۍ كې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه كې د ځايي امنيې قوماندان په ګډون پېنځو پوليسو او يو شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 

 

د پكتيا ولايت په يوه سرحدي ولسوالۍ كې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه كې د ځايي امنيې قوماندان په ګډون پېنځو پوليسو او يو شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پكتيا امنيت امر غلام دستګير رستم يار وايي چې د افغان او ناټوځواكونو ګډ پوځي كتار د دغه ولايت له جاني خېلو نه  ډنډي پټان ولسوالۍ ته پر لار ؤ، چې د پوليسو په رينجنر موټر پسې بمي چاودنه وشوه او ورپسې مخامخ جګړه ونښته.

رستم ياروايي چې له امله يې د پوليسو پنځه ساتنمنان ووژل شول او د ډنډ پټان ولسوالۍ امنيې قوماندان هم ټپي شوى، چې اوسمهال په خوست كې د ناټوځواكونو روغتون ته د درملنې له پاره وړل شوى دى، په پېښه كې د پوليسو دوه رېنجنر موټر هم ويجاړ شوي دي.

كه څه هم امنيت امر كره شمېره په ګوته نه كړه، خو ادعايې وكړه چې د متقابل بريد په پايله كې وسله والو طالبانوته هم درنه مرګ ژوبله وراوښتې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دا د طالبانو له خوا د الفتح په نوم د پيل شويو عملياتو د لړۍ يوه برخه ده

دى افغان او بهرنيو سرتيروته له يادې شمېرې هم د ډېرې مرګ ژوبلې اړولو ادعاكوي او مني چې په جګړه كې يې يو طالب وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA