د خوست ښارختيځ ته د لكڼو سيمې اوسيدونكي وايي چې تېره شپه نږدې يوولس بجې د بېليامينو په كلې كې يوه كورته وسله وال ننووتلي او په د كورنۍ پر غړيو يې ډزې كړي چې له امله يې د كور خاوند، ميرمن او درې ماشومان ټول ځاى پرځاى وژلي دي.
نامعلومو وسله والو د خوست مركز اړوند د لكڼو په نوم سيمه كې د يوې كورنۍ ټول غړي وژلي دي.
د خوست ښارختيځ ته د لكڼو سيمې اوسيدونكي وايي چې تېره شپه نږدې يوولس بجې د بېليامينو په كلې كې يوه كورته وسله وال ننووتلي او په د كورنۍ پر غړيو يې ډزې كړي چې له امله يې د كور خاوند، ميرمن او درې ماشومان ټول ځاى پرځاى وژلي دي.
د سيمې خلك وايي چې دغه خلك نږدې دوه كاله وړاندې دغه كور ته له صبريو ولسوالۍ په كډه راغلي وو او دلته يې د خلكو ځمكې كرلې.
په خوست كې د امنيتي ځواكونو ګډې پوځي قرارګاه قوماندان جنرال نواب هم دا پېښه منلې او زياتوي چې په دې اړه يې پلټنې پيل كړي دي خو تراوسه يې په تورڅوك نه دي نيولي او نه هم تر اوسه چا د پېښې مسؤوليت پر غاړه اخيستى.
بل پلو د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې ناټوځواكونو په يوه موټر هوايي بريد كړى چې له كبله يې درې كسان وژل شوي دي.
په جنوب ختيځو ولايتونو كې د ناټو ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي چې دا موټر يې ځكه په نښته كړى چې پكې ناستو كسانو په لاره ماينونه خښول.
ناټو وايي چې په بريدكې درې كسان وژل شوي دي،
خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د دې ولايتونو ګاونډ ته د پكتيكا ولايت په څو جلا جلا پېښو كې هم د يوې ميرمنې او ماشومانو په ګډون اوو كسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر وركړل شوى، خو پوره جزيات يې لا نه دي په ډاګه شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


