ads

د هاوان د لګېدلو له كبله درې تنه ټپيان شول

د شنبې په ورځ د پکتيکا ولايت د يحي خيلو په ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر مينځ د نښتې په پايله کې د هاوان يوه مرمۍ د ملکې وګړو په يوه کور لکيدلي او هغوى ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.     د شنبې په ورځ د پکتيکا ولايت د يحي […]

نویسنده: TKG
9 غبرګولی 1389

د شنبې په ورځ د پکتيکا ولايت د يحي خيلو په ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر مينځ د نښتې په پايله کې د هاوان يوه مرمۍ د ملکې وګړو په يوه کور لکيدلي او هغوى ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

 

 

د شنبې په ورځ د پکتيکا ولايت د يحي خيلو په ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر مينځ د نښتې په پايله کې د هاوان يوه مرمۍ د ملکې وګړو په يوه کور لکيدلي او هغوى ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان د دې پېښې د پخلي پر مهال كليد ته وويل چې وسلوالو طالبانو د نښتو پر مهال هر وخت ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولي.

د افغان په خبره چې د نښتې پر مهال د هوان ياده شوى مرمۍ د وسلوالو طالبانو له لوري توغول شوې، چې پر يوه کور لګيدلى او له كبله يې  ٣ تنو ملکي وګړو ته چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شرنې روغتون د عاجلې څانګې يوه ډاكټر په دې اړه كليد ته وويل چې د دې پېښې له كبله روغتون ته ٣ تنه ټپيان راوړل شوي وو، چې وروسته يوه ماشوم د ژورو ټپونو له كبله ساه ورکړه، او يو بل ټپي ماشوم د درملنې لپاره د ولايتې بيارغونې ډلې يا prtروغتون ته استول شوى دى.

هغه وويل چې ټپي شوې ښځه د شرنې په روغتون کې بستر شوې چې روغتيايې حالت يې د ډاډ وړ دى.

بل پلو وسلوالو طالبانو پدې اړه ويلې، چې دوى په دې نښته کې يوازي دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې او هاوانونه د دوى له لوري ندې کارول شوي.

دا پداسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې هم په ياده شوې ولسوالۍ کې د ورته نښتې په ترڅ کې په يوه کور د هاوان د مرمۍ د لګيدو له كبله ١٧ تو ته مرګ ژوبله اوښتې وه

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA