د افغان دولت لخوا له مخالفينو سره د سولې او جوړجاړي په هدف له ډېرې مودې راهيسې خبرې راونې دي چې په همدې موخه به په راتلونكو څو ورځو په كابل كې يوه ملي جرګه جوړه شي چې د چارواكو په وينا ۱۶۰۰ تنه به پكې ګډون وكړي
د افغان دولت لخوا له مخالفينو سره د سولې او جوړجاړي په هدف له ډېرې مودې راهيسې خبرې راونې دي چې په همدې موخه به په راتلونكو څو ورځو په كابل كې يوه ملي جرګه جوړه شي چې د چارواكو په وينا ۱۶۰۰ تنه به په كې ګډون وكړي
مشرانو جرګې له يادې جرګې څخه د يكشنبې پخپلې عمومي غونډه كې خپل ملاتړ په ډاګه كړ.
سناتوران وايي د سولې په مشورتي جرګه كې دې د ملت استازي د ملي شورا په شمول داسې طرحې او وړاندېزونه له ځانه سره ولري چې د ملي گټو، اساسي قانون او د افغان ملت پرضد نه وي، ترڅو د خپل منځي اختلافاتو لامل ونه ګرځي.
د غونډې په پاى كې د مشرانو جرګې لوموړي نايب فضل هادي مسلميار سناتورانو ته د ولسي جرګې غړو دسولې په مشورتي جرګه كې د نه ګډون په هكله وويل چې په دې اړه به ولسي جرګې ته يو مكتوب استوي ترڅو د ولسي جرګې يو شمېرغړي د دغې ملي مشورتي جرګې د ګډون لپاره وهڅوي.
دا چې د ولسي جرګې او دولت ترمنځ راولاړه شوې ستونزه به د دې لامل شي چې د سولې په راتلونكي ملي مشورتي جرګه كې د ولسي جرګې غړي ګډون وكړي او كه نه دا به د ولسي جرګې د دوشنبې په عمومي غونډه كې څرګنده شي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


