ads

جنرال يعقوبي: له طالبانو څخه مو يو شمېر وسلې نيولي

چارواكي وايي چې د كندوز ولايت په علي اباد ولسوالۍ كې يې له وسلوالو طالبانو څخه د بريد په ترڅ كې يوه  اندازه مهمات او وسلې نيولې دي . چارواكي وايي چې د كندوز ولايت په علي اباد ولسوالۍ كې يې له وسلوالو طالبانو څخه د بريد په ترڅ كې يوه  اندازه مهمات او وسلې […]

نویسنده: TKG
9 غبرګولی 1389

چارواكي وايي چې د كندوز ولايت په علي اباد ولسوالۍ كې يې له وسلوالو طالبانو څخه د بريد په ترڅ كې يوه  اندازه مهمات او وسلې نيولې دي .

چارواكي وايي چې د كندوز ولايت په علي اباد ولسوالۍ كې يې له وسلوالو طالبانو څخه د بريد په ترڅ كې يوه  اندازه مهمات او وسلې نيولې دي .

د کندوز ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد رزاق يعقوبي کليد سره په خبروکې  وويل: چې تېره ورځ د وسلوالو طالبانو يو ګروپ د علي اباد ولسوالي د لالاميدان په سيمه کې په دولتې او ناټو ځواکونو بريد وکړ چې په پايله کې متقابل بريد پيل شو او په وينا يې په دغه بريد کې د دولت وسلوالو مخالفينو څخه يوراکټ ، دوه کړۍ ماينونه ، يو عراده موټر سايکل، تبليغاتي پاڼې او څو سوه متره لين چې د ماينونو د الوزلو په تخنيک ورځنې کار اخيستل کيږي ، د دولت ځواکونو لاس ته ورغلې دي .

جنرال يعقوبې زياته کړه چې په دغو نښتوکې د وسلوالو طالبانو 3 تنه وژل شوي او 3 نور ېې ټپيان شوي دي .

د کندوز ولايت د والې وياند محبوب الله سعيدي وويلي  چې په دغه جګړه کې د عام ولس لسګونه جريبه غنم هم سوزيدلې دي .

خو سعيدي دا په ګوته نه كړه چې دغه زيان د كوم لوري لخوا ولسي وګړيو ته رسول شوى دى.

له بل لورې د وسلوالو طالبانو يو تن وياند له يوه نامعلوم ځاي څخه د ټيلفون پرليکه کليد ته ويلې وو چې د لالاميدان په جګړه کې دوي د ناټو د دوه ټانکونو د ويجاړيدو ترڅنګ 5 سرتيرې وژلې او 2 نور يي ټپيان کړي دي، هغه خپل لور ته هرډول مرګ زوبله رد کړه .

دا په داسې حال کې ده چې په دغه لويه لاره د بغلان نه تر شيرخان بندره پورې 15 امنيتي پوستې شتون لري، خو بيا هم کله نا کله پكې ورته پيښې رامنځ ته کيږي .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA