ads

ايران پولې ته نږدې يوه اندازه مهمات كشف شول

د سرحدي پوليسو د څلورم زون قومندان جنرال ملهم وايي، تېره شپه  يې امنيتي موظفينو د ايران  پولې ته نږدې  د راكټ ۳۴ فيره مرمۍ نيولي، چې  د تخريبي عملياتو په خاطر ځاى پرځاى شوې وې. سرحدي پوليسو تېره شپه د ايران پولې ته نږدې  د مهماتو يوه ذخيره كشف او ضبط كړه. د سرحدي […]

نویسنده: TKG
9 غبرګولی 1389

د سرحدي پوليسو د څلورم زون قومندان جنرال ملهم وايي، تېره شپه  يې امنيتي موظفينو د ايران  پولې ته نږدې  د راكټ ۳۴ فيره مرمۍ نيولي، چې  د تخريبي عملياتو په خاطر ځاى پرځاى شوې وې.

سرحدي پوليسو تېره شپه د ايران پولې ته نږدې  د مهماتو يوه ذخيره كشف او ضبط كړه.

د سرحدي پوليسو د څلورم زون قومندان جنرال ملهم وايي، تېره شپه  يې امنيتي موظفينو د ايران  پولې ته نږدې  د راكټ ۳۴ فيره مرمۍ نيولي، چې  د تخريبي عملياتو په خاطر ځاى پرځاى شوې وې.

مهلم زياته كړه، چې  وسله والو غوښتل، د دغه  مهماتو پر مټ  په هرات ولايت كې د دولت ضد اعمال ترسره كړي.

د نوموړي په وينا، تر اوسه د دغه  مهماتو په تړاو څوك نه دي نيول شوي خو پلټنې رواني دي

د يادولو وړ ده، چې  له دې وړاندې هم د ايران پولې ته نږدې  د مهماتو  زيرمې پيدا شوي دي.

دولتي مقامات او نړيواله ټولنه  ايران تورنوي، چې  د دولت ضد وسله والو مخالفينو ته وسلې او مهمات وركوي، خو ايران  همېشه دغه ادعاوې  رد او بې بنسټه بللي دي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA