كه څه چې تر دې مهاله جمهوري رياست د ولسي جرګې د پرله پسې اومې عمومي غونډې غوښتنو ته ځواب نه دى ويلى، خو ولسي جرګې خپله نننۍ عمومي غونډه بيا هم د كابېنې او د بېړني حالت د كمېټې د ريس د راتګ په تمه تېره كړه.
د ولسي جرګې عمومي غونډه بيا هم د اعتراض په توګه د كابېنې او د بيړني حالت د كمېټې د ريس د راتګ په تمه تېره شوه.
كه څه چې تر دې مهاله جمهوري رياست د ولسي جرګې د پرله پسې اومې عمومي غونډې غوښتنو ته ځواب نه دى ويلى، خو ولسي جرګې خپله نننۍ عمومي غونډه بيا هم د كابېنې او د بېړني حالت د كمېټې د ريس د راتګ په تمه تېره كړه.
د يادولو وړ ده چې دا د ولسي جرګې پرله پسې اومه غونډه ده چې بې له كومې بلې اجندايې په هماغو غوښتنو پاى ته رسوي.
خو دا چې دولت به د سولې مشورتي جرګې څخه وروسته د ولسي جرګې غوښتنو ته ځواب ووايي او كه نه دا به وروسته څرګنده شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


