ads

ننګرهار كې ښوونكو خپل كاربنديز پايته ورساوه

د ننګرهار د پوهنې رياست او د ښوونکيو ټولنه د دې په خواکې چې ولايت مقام د خوګياڼو ولسوالۍ ښوونکيو سره په کړو ژمنو کې دروغجن ګڼي، وايي که په چمتله ښارګوټي کې د دوى غصب شوې ځمکې ور ونه سپارل شي، ښايي د هغې ولسوالۍ څلور پنځوس واړه ښوونځي وتړل شي. د ننګرهار د […]

نویسنده: TKG
8 غبرګولی 1389

د ننګرهار د پوهنې رياست او د ښوونکيو ټولنه د دې په خواکې چې ولايت مقام د خوګياڼو ولسوالۍ ښوونکيو سره په کړو ژمنو کې دروغجن ګڼي، وايي که په چمتله ښارګوټي کې د دوى غصب شوې ځمکې ور ونه سپارل شي، ښايي د هغې ولسوالۍ څلور پنځوس واړه ښوونځي وتړل شي.

د ننګرهار د پوهنې رياست او د ښوونکيو ټولنه د دې په خواکې چې ولايت مقام د خوګياڼو ولسوالۍ ښوونکيو سره په کړو ژمنو کې دروغجن ګڼي، وايي که په چمتله ښارګوټي کې د دوى غصب شوې ځمکې ور ونه سپارل شي، ښايي د هغې ولسوالۍ څلور پنځوس واړه ښوونځي وتړل شي.

دغو شاوخوا زرو ښوونکيو چې د تېرې سې شنبې راهيسې يې پيل کړى کاربنديز نن د ننګرهار ولايتي ادارې په غوښتنه پاى ته رسولى و، وايي ولايتي ادارې يې تر ژمنو وروسته هم له وسله والو زورواکو څخه ځمکې نه دي په واک کې کړي.

د ننګرهار د ښوونکيو مشر تاج الدين چپاو.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمد آصف شينوارى هم ولايتي اداره ښوونکيو سره  په کړو ژمنو کې پاتې بولي او وايي وېره لري چې بيابه په خوګياڼو کې د ښوونځيو دروازې وتړل شي.

د خوګياڼو ولسوالۍ دغو ښوونکو چې په وينايې د ولسمشر په فرمان يې له پوهنې وزارته په چمتلې دښته کې په پيسو نومرې اخېستي،ځينو يې کليد سره خبرو کې د ننګرهار والي او يو شمېر نېږدې کړۍ د خپلو ځمکو په غصب تورنې کړې.

د ننګرهار ولايت مقام د تېرو هغو نيوکو په شان د اوسنيو دغو پر وړاندې هم له څه ويلو ډډه وکړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA