ads

فوايد عامې وزارت د دوو سړكونو قراداد لاسليك كړ

د شنبې په ورځ د فوايدعامې وزارت له دوو شخصي كمپنيو سره د پنځه اويا ميليونو ډالرو په مالي لګښت د دوو سركونو د جوړولو قرارداد لاسليك كړ. ياد سړكونه چې ۱۰۵كيلومتره اوږدوالى لري د كابل له بګراميو څخه د سپري له لارې ننګرهار او جبل السراج  له نجراب سره نښلوي.   د شنبې په […]

نویسنده: TKG
8 غبرګولی 1389

د شنبې په ورځ د فوايدعامې وزارت له دوو شخصي كمپنيو سره د پنځه اويا ميليونو ډالرو په مالي لګښت د دوو سركونو د جوړولو قرارداد لاسليك كړ. ياد سړكونه چې ۱۰۵كيلومتره اوږدوالى لري د كابل له بګراميو څخه د سپري له لارې ننګرهار او جبل السراج  له نجراب سره نښلوي.

 

د شنبې په ورځ د فوايدعامې وزارت له دوو شخصي كمپنيو سره د پنځه اويا ميليونو ډالرو په مالي لګښت د دوو سركونو د جوړولو قرارداد لاسليك كړ.

ياد سړكونه چې ۱۰۵كيلومتره اوږدوالى لري د كابل له بګراميو څخه د سپري له لارې ننګرهار او جبل السراج  له نجراب سره نښلوي.

د فوايد عامې سرپرست وزير سهراب علي سفري وايي د بګراميو څخه د سپري له لارې چې د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ سره نښلوي د پنځوس ميليونو ډالرو په ارزښت د درې كلونو په موده كې به يې د جوړېدا چارې ترسره شي.

او د جبل السراج او نجراب سړك چې كاپيسا به له شمالي ولايتونو سره وتړي د پنځه ويشتو ميليونو ډالرو په ارزښت د دوكلونو په موده كې بشپړ شي.

د اقتصاد وزير عبدالهادى ارغنديوال په غونډه كې وويل اقتصاد وزارت يواځې د بررسۍ او د نظارت چارې په غاړه لري او په هېواد كې د ټولو شركتونو د څار او ارزيابۍ دنده پرغاړه لري.

د يادولو وړ ده چې د فوايدعامې وزارت په داسې حال كې د سړكونو د جوړېدو خبر وركوي چې دا مهال هغه سړكونه چې په تېرو څو كلونو كې رغول شوي دي د بياجوړېدو اړتيا يې ليدل كېږي، چې فوايدعامې وزارت تر دې مهال د نوموړو سړكونو د بيا رغونې لپاره تر دې دمه كوم اقدام نه دى كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA