تیاتر

909
۸ غبرګولی ۱۳۸۹

د ځانګو په ډرامو کې د ډرامه ليکنې د عناصرو انځورونه


په پنځوسمه لسیزه کې د راډیو افغانستان د جمعو د شپو د راډیويي ډرامو او د اوونۍ د پرله پسې راډیو داستانونو اورېدل او منظم تعقیبول په ډرامه لیکنه کې زما له لومړنیو مشوقینو څخه دي.

 

 

لومړۍ برخه

په پنځوسمه لسیزه کې د راډیو افغانستان د جمعو د شپو د راډیويي ډرامو او د اوونۍ د پرله پسې راډیو داستانونو اورېدل او منظم تعقیبول په ډرامه لیکنه کې زما له لومړنیو مشوقینو څخه دي.

کله مې چې د ښاغلي ننګ یوسفزي د ((ځانګو ډرامه)) ولوستله او په تېره بیا د ډرامې په لومړي مخ کې مې د راډیو افغانستان د وتلو لوبغاړو سایمه مقصودي، تورپیکۍ خادم، زیبا خادم او فضل محمد فضلي نومونه ولوستل، نو د هغوی له ځانګړو اغېزو ډکو غږونو زما په غوږونو کې هغه د چا خبره انګازې جوړې کړې او تېر وختونه او د هغه مهال راډیويي ډرامو د اورېدو د شپو یادونه یې راته په ذهن کې تازه کړل.

راډیویي ډرامه لیکنه د کلیمو او لفظونو په واسطه د یو رسم یا یوې رسامې شوې منظرې د رنګه کولو سره مترادفه ده.

د راډیويي ډرامې لیکوال په خپله ډرامه کې دې ته اړتیا لري، چې له اورېدونکو او یا لوستونکو سره مرسته وکړي، چې د هغه د ډرامې عناصر په هره لاره او وسیله چې وي، وپیژني څو ترې خوند واخلي او د ډرامې پیغام درک کړي. دا کار د ډرامې د لیکوال د قلم په توان پورې اړه لري. ښاغلي ننګ یوسفزي په خپلو ډرامو کې دا کار په بري سره سرته رسولی دی.

د راډیویي ډرامو اوریدونکي:

د راډیویي  ډرامو په لیکلو کې د ارزښت وړ لومړۍ خبره د ډرامې د اورېدونکو پېژندنه ده. ښاغلی ننګ یوسفزی په خپلو ډرامو کې خپلو خلکو او هېوادوالو ته لیکي، ځوانانو او مشرانو ته لیکي، میندو او پلرونو ته لیکي او دا کار یې ډېر ښه، په مینه او بري سره ترسره کړی دی. د بېلګې په توګه ښاغلی ننګ یوسفزی په خپله د (( نوم ورکی شپون یا نامتو تورکښ شهید)) په ډرامه کې د خپل وطن خلکو، ځوانانو، خان او غریب ولس ته یوه تاریخي کیسه کوي، د وطن د یرغلګرو په وړاندې د هېواد د ازادۍ په لاره کې د زړورو زلمیانو د سرښندنو یادونه تازه کوي او هېوادوالو لوستونکو او اوريدونکو ته دا پیغام ورکوي، چې د هېواد د آزادۍ په جګړه کې ډېر سرونه پرېوتل، ډېرو په کې مېړانه او زړورتوب وښود، د ډېرو نومونه په لویو دروازو وکښل شول، چې وروسته تر مرګه د ژوند په اسمان وځلېدل، او ځینې بیا د شین خالۍ د زړور مین زمرک په څېر تر تورو خاورو لاندې شول، چې نه یې بیا چا نوم په خوله واخیست او نه یې چا مېړانه وستایله، خو ښاغلی ننګ یوسفزی لکه چې په خپله لیکي، هغه د هېواد د د اتلانو د تاریخ د اسمان یو ځلانده ستوری کړ، چې تر ابده به یې رڼا روښانه پاتې شي. ننګ یوسفزی دا هر څه د خلکو په ژبه لیکي، د ژبې ګړنیزې محاورې کاروي او په دې توګه خپلو لوستونکو ته د مفاهیمو او پیغامونو درک کول اسانه کوي.

کله چې د یوې ډرامې لیکوال د خپلې ډرامې اورېدونکي تشخیص کړي او ویې پېژني، نو بیا د خپلې ډرامې د سکرپټ لپاره د اړتیا وړ مواد یا د ډرامې عناصر چې لاندې راوړل شوي دي، ډېر ښه پلان کولی شي.

۱. د ډرامې کرکټرونه یا لوبغاړي

۲. د ډرامې پېښې

۳. د ډرامې د پېښو وختونه

۴. د ډرامې د پېښو د پېښېدو ځایونه

۵. د ډرامې تشنج یا د ډرامې د کرکټرونو او د هغوی د چاپېریال ترمنځ شخړه (Conflict)

۶. د ډرامې د پاملرنې وړ موضوع

۱. د ځانګو د ټولګې د ډرامو کرکټرونه یا لوبغاړي:

راډیویي ډرامې د سټیج ډرامو په پرتله محدود کرکټرونه لري دا ځکه، چې اورېدونکو ته د کرکټرونو په یاد ساتل اسانه شي.

د کرکټرونو د شمېر محدودیت د لوبغاړو د ډیالوګونو د شمېر سره معکوسه اړیکه لري په دې معنی، چې که په یوه ډرامه کې چې موده یې ټاکل شوې ده، د کرکټرونو شمېر لږ وي، نو هر کرکټر د زیاتو خبرو او ډیالوګونو د ترسره کولو وخت تر لاسه کوي، چې دا کار له یوې خوا لیکوال ته وخت ورکوي، چې کرکټرونه خپلو اروېدونکو ته د هغوی د خپلو جملو په واسطه ښه معرفي او له اورېدونکو سره د کرکټرونو په پېژندنه کې مرسته وکړي. ښاغلی ننګ یوسفزی په خپله (( نوم ورکی شپون)) ډرامه کې د شاعر، شین خالۍ او زمرک شپون یوازې درې کرکټرونه دومره ښه وړاندې کړې دي، چې اورېدونکي به یې کلونه کلونه له یاده ونه باسي.  ښاغلی ننګ یوسفزی د دغې ډرامې د شاعر او شین خالۍ ترمنځ خبرې اترې داسې راوړې دي:

شین خالۍ: چېرته درومې؟؟

شاعر: د مینې دنیا ته !!

شین خالۍ: په څه پسې؟

شاعر: په خپله ورکه پسې!

شین خالۍ: څه درنه ورک شوي دي؟!

شاعر: یو سپیڅلی زړه چې د قام مینه، د وطن پت، او د بې وسو وګړو سره د خواخوږۍ ملغلرې په کې خوندي وي!!

شین خالۍ: ګمان کوم لکه چې په سد نه یې؟!

شاعر: سرګردانه هم ځکه یم . . .

شین خالۍ: مین خو نه یې؟

شاعر: یم!

شین خالۍ: په چا؟

شاعر: د وطن په سپېرو ډاګونو، لوړو غرونو او څپانده سیندونو، د قام په عظمت او لویۍ، د غریب په څېرې ګرېوان، د مزدور په تودو خولو، د بزګر په ستړي ځان، د یتیم په تړمو اوښکو او د کونډو په سوو آهونو او اسوېلو . . . .

پاتې لري

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *