ads

برګيمټال ولسوالۍ د افغان دولت له لاسه ووته

د نورستان برګمټال ولسوالي نن سهار  تر څو ورځنيو جګړو وروسته  له افغان سرحدي پوليسو او ځايي قومي لښکر څخه د وسله والو طالبانو لاسته ولوېده.     د نورستان برګمټال ولسوالي نن سهار  تر څو ورځنيو جګړو وروسته  له افغان سرحدي پوليسو او ځايي قومي لښکر څخه د وسله والو طالبانو لاسته ولوېده. د […]

نویسنده: TKG
8 غبرګولی 1389

د نورستان برګمټال ولسوالي نن سهار  تر څو ورځنيو جګړو وروسته  له افغان سرحدي پوليسو او ځايي قومي لښکر څخه د وسله والو طالبانو لاسته ولوېده.

 

 

د نورستان برګمټال ولسوالي نن سهار  تر څو ورځنيو جګړو وروسته  له افغان سرحدي پوليسو او ځايي قومي لښکر څخه د وسله والو طالبانو لاسته ولوېده.

د نورستان امنيې قومندان جنرال محمد قسيم پيمان وايي چې ځواکونه  يې  د خپلو دوو تنو تر ټپي کېدو او وسله والو طالبانو ته  تر  درنې مرګ،ژوبلې وروسته پخپله خوښه له برګمټاله وتي.

هغه د کليد دې پوښتنې ته په ځواب کې چې پر خپلو مخالفينو خو به د کوم بل بريد پلان نه لري؟وويل:لا په دې اړه څه نه شي ويلاى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا له ناڅرګند ځايه په ټليفون کليد ته وويل چې برګمټال يې وسله والو ملګرو نن سهار اته بجې دولتي غاړې سره تر درنې جګړې وروسته نيولى.

مجاهد په دې جګړه کې د خپل يوه ملګري د وژل کېدو او پينځو هغو د ټپي کېدو ترڅنګ د  اته وېشتو پوليسو د وژلو او ګڼو نورو د ټپي کېدو دعوه هم لري او وايي جګړه د دولت د دعوې برعکس پاکستاني طالبانو نه بلکې دوى کړې.

برګمټال ولسوالۍ چې تېرکال هم يو ځل د يوې اونۍ لپاره په ورته ډول د طالبانو لاسته ورغلى وه، له تېرې دوشنبې راهيسې پکې درنې جګړې کېدې چې د نورستان چارواکو پکې د پاکستاني طالبانو د شتوالي دعوه لرله.

د خيبرپښتونخوا چترال سره په لنډه پوله پرته دا ولسوالي وړمه شپه د ايتلافي ځواکونو تر بمبار لاندې هم راغلې وه چې افغان چارواکو پکې د شلو وسله والو طالبانو او تر هغې وړاندې د سوات د طالبانو د مشر مولانا فضل الله د وژلو دعوا کړې وې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA