ads

په مركزي بغلان كې چاڼيز عمليات پيل شول

د بغلان ولايت سمه ييز چارواکي وايي چې په د دغو عملياتو موخه له سيمې څخه د دولت ضد وسلوالو پاکول دي. د بغلان ولايت والې منشې عبد المجيد کليد سره په خبرو کې وويل، چې تېره ورځ د توحيد يو په نامه عمليات د مرکزې بغلان په منګلو سيمه کې پيل شويدي. د بغلان […]

نویسنده: TKG
6 غبرګولی 1389

د بغلان ولايت سمه ييز چارواکي وايي چې په د دغو عملياتو موخه له سيمې څخه د دولت ضد وسلوالو پاکول دي.

د بغلان ولايت والې منشې عبد المجيد کليد سره په خبرو کې وويل، چې تېره ورځ د توحيد يو په نامه عمليات د مرکزې بغلان په منګلو سيمه کې پيل شويدي.

د بغلان ولايت سمه ييز چارواکي وايي چې په د دغو عملياتو موخه له سيمې څخه د دولت ضد وسلوالو پاکول دي.

د بغلان ولايت والې منشې عبد المجيد کليد سره په خبرو کې وويل، چې تېره ورځ د توحيد يو په نامه عمليات د مرکزې بغلان په منګلو سيمه کې پيل شويدي.

نوموړي وويل، که څه هم په ياده سيمه کې د مخه هم عمليات ترسره  شوي وو او سيمه د وسلوالو مخالفينو له شتون څخه پاکه شوي وه، مګر په دي وروستيو کې پکې بيا مخالفينو فعاليت پيل کړى.

د هغه په وينا ، دوى دغه عمليات د سيمه ييزو خلكو په غوښتنه پيل كړي دي چې  د ملې اردو او ملې پوليس لخوا ترسره كېږي.

هغه دبهرنيوځواکونو د ونډې په اړه څه ونه ويل.

د شاهين قول اردو د ملي پوځ قوماندان عبدالوکيل احساس کليد ته وويل : چې د بغلان د منګلو په عملياتو کې 4 وسلوال طالبان وژلي او 7 تنه يي ټپيان دي او په وينا يې مرکزې بغلان د دوى له منګلو پاك شوى دى.
احساس د ملي اردو يو عسکر د ټپي کيدوخبره هم وکړه.

بل خوا د پامير پوليسو زون وياند لعل محمد احمدزى بيا وايي چې 7 وسلوال وژل شوي او 11 ټپيان شويدي دي.

خو د وسلوالوطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يوه نامعلوم ځاي څخه د ټيلفون له لارې کليد ته وويل، چې د مرکزې بغلان د منګلو، نواباد او نورې سيمو کې له كورنيو عسکرو سره په جګړه کې د پوليسو د يوه رنجر موټړ د ويجاړيدو ترڅنګ 9 عسكر هم وژل شويدي.

نوموړي په دغه نښته كې د 2 تنو وسلوالوطالبانو وژل هم تايد كړل.

دا په داسې حال کې ده چې د توحيد يوعمليات د بغلان د سمييزوچارواکو له خولې ډير وخت ځنډول شوي ووچې اوس بيا پيل شويدي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA