ads

لغمان كې د ځانمرګي بريد مخه ونيول شوه

د لغمان چارواکي  تر بريد وړاندې  په دې ولايت کې د يوه طرحه شوي ځانمرګي بريد د مخنيوي او په تور يې يو شمېر وسلو سره د يوه تن د نيونې خبرورکوي. د لغمان چارواکي  تر بريد وړاندې  په دې ولايت کې د يوه طرحه شوي ځانمرګي بريد د مخنيوي او په تور يې يو […]

نویسنده: TKG
6 غبرګولی 1389

د لغمان چارواکي  تر بريد وړاندې  په دې ولايت کې د يوه طرحه شوي ځانمرګي بريد د مخنيوي او په تور يې يو شمېر وسلو سره د يوه تن د نيونې خبرورکوي.

د لغمان چارواکي  تر بريد وړاندې  په دې ولايت کې د يوه طرحه شوي ځانمرګي بريد د مخنيوي او په تور يې يو شمېر وسلو سره د يوه تن د نيونې خبرورکوي.

د دې ولايت د والي وياند ګل رحمان همدرد  کليد ته وويل چې دا موندنې  يې ملي امنيت ادارې د الينګار ولسوالۍ له  يوه کوره پرون ناوخته کړي.

د همدرد په خبره په دې عملياتو کې يې ځواکونو په ځانمرګي بريد کې پر کاريدونکي يوه واسکټ سربېره يو کيلو هيروين، د راکټ دوه ويېشت ګولۍ او يو شمېر وړې وسلې هم له يوه تورن سړي سره يو ځاى نيولي.

د والي وياند د نيول شوي تن هويت او د کېدونکي بريد په اړه څه ونه ويل، خو  زياته يې كړه چې په اړه يې له نيول شوي تن څخه پوښتنې روانې دي.

د دولت وسله والو مخالفينو لا په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .

لغمان چې ناامنه شوي ولايت نورستان سره ګډه پوله لري، وېل کېږي چې له هغه ځايه د ناامنيو لپاره کله، نا کله پاکستاني طالبان ورته را اوړي، خو د لغمان چارواکي بيا په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA