د غور ولايت په پساوند ولسوالۍ تېر مازيگر وسله والو طالبانو بريد كړى، چې نښته تراوسه پوري دوام لري .
د غور د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرشيد بشير كليد ته وويل، چې په پساوند ولسوالۍ تېر مازيگر وسله والو طالبانو بريد وكړ.

بشير زياته، چې اوس هم په سيمه كې د وسله والو مخالفينو او امنيتي سرتېرو ترمنځ نښتې روانې دي او دوى به نن په ياده سيمه كې پراخ پوځي عمليات پيل كړي.
كه څه هم وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ د نيولو خبر وركړى، خو بشير د طالبانو دغه ادعا بې اساسه وبلله او زياته يي كړه، چې اوس هم ولسوالۍ د دوى په ولكه ده.
بشير په ياده نښته كې د مرگ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
د يادونې وړه ده، چې تېره ورځ امنيتي ځواكونو په غور ولايت كې د ۱۵ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر وركړى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ