ads

په خوست كې څلور پاكستاني وسله وال وژل شوي

خوست ځايي چارواكي وايي چې په يوه مخامخ بريد كې يې څلور پاكستاني  وسله وال وژلي دي. د خوست په دوه منده ولسوالۍ كې يو بل ځايي اوسيدونكى هم وژل شوى او په پكتيكا كې بيا وسله والو يو كس د جاسوسۍ په تور وژلى دى.   د خوست ځايي چارواكي وايي چې په يوه […]

نویسنده: TKG
5 غبرګولی 1389

خوست ځايي چارواكي وايي چې په يوه مخامخ بريد كې يې څلور پاكستاني  وسله وال وژلي دي.

د خوست په دوه منده ولسوالۍ كې يو بل ځايي اوسيدونكى هم وژل شوى او په پكتيكا كې بيا وسله والو يو كس د جاسوسۍ په تور وژلى دى.

 

د خوست ځايي چارواكي وايي چې په يوه مخامخ بريد كې يې څلور پاكستاني  وسله وال وژلي دي.

د خوست په دوه منده ولسوالۍ كې يو بل ځايي اوسيدونكى هم وژل شوى او په پكتيكا كې بيا وسله والو يو كس د جاسوسۍ په تور وژلى دى.

د خوست امنيې قوماندان جنرال عبدالحكيم اسحاقزى وايي چې تېره شپه افغان او ناټوځواكونو د خپلو ګډو پوځي عملياتو پرمهال د خوست نادرشاه كوټ ولسوالۍ د شمبوات په سيمه كې يو سراچه موټر هغه مهال په نښه كړ چې پكې ناستو كسانو له هغه ځايه د تېښتې هڅه كوله.

د قوماندان په وينا نوموړى موټر وروسته د ناټو ځواكونو د چورلكو تر بريد لاندې راغى او پكې ناست څلور كسان ووژل شول.

قوماندان وايي چې وژل شوي كسان د ګاونډي هيواد پاكستان تبعه دي.

خو په خوست كې د ناټو ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې د هوايي بريد په پايله كې يې درې تنه وژلي، خو هويت يې دوى ته نه دى معلوم.

تر اوسه كومې بلې سرچينې د دغو كسانو د وژنې او هويت په اړه څه نه دي ولي.

بلخوا د خوست په دوه منده ولسوالۍ كې نامعلومو وسله والو يو ځل بيا يو ځايي اوسيدونكى وژلى دى.

د خوست امنيې قوماندان وايي چې دا د هغو كسانو له ډلې څخه دى چې وړمه شپه وسله والو له خپلو كورنو څخه بيولي او بيا يې ترې پنځه كسان وژلي وو.

كه څه هم قوماندان د دې وژنې پړه پر وسله والو طالبانو وراچوي، خو وسله وال طالبان بيا له دې پېښې نا خبري ښيي.

د يوه بل خبر له مخې طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د پكتيكا د يحياخېلو ولسوالۍ د اضغرخېلو په سيمه كې يې د يوه بريد پرمهال يو شمېراربكي وژلي او ټپيان كړي دي، خو ځايي چارواكي دا ادعا نه مني او زياتوي چې په مټا خان ولسوالۍ كې يو عام سړى وسله والو د جاسوسۍ په تور وژلى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA