ads

په ختيزه سيمه كې د نهه سوه ټنو ميو د توليد خبر وركړل شو

د امريکا ايډيانيو کرنيزه اداره د خپلو مرستو په مټ سږ کال  په ختيز زون  کې د اووه ويشت ميلونه افغانيو په ارزښت د  نهه سوه ټنو مېوو د توليديدو  خبرورکوي. د امريکا ايډيانيو کرنيزه اداره د خپلو مرستو په مټ سږ کال  په ختيز زون  کې د اووه ويشت ميلونه افغانيو په ارزښت د  […]

نویسنده: TKG
4 غبرګولی 1389

د امريکا ايډيانيو کرنيزه اداره د خپلو مرستو په مټ سږ کال  په ختيز زون  کې د اووه ويشت ميلونه افغانيو په ارزښت د  نهه سوه ټنو مېوو د توليديدو  خبرورکوي.

د امريکا ايډيانيو کرنيزه اداره د خپلو مرستو په مټ سږ کال  په ختيز زون  کې د اووه ويشت ميلونه افغانيو په ارزښت د  نهه سوه ټنو مېوو د توليديدو  خبرورکوي.

له دغې ادارې څخه کليد ته په راغلې خبر پاڼه کې ويل شوي شوي چې له نورستان پرته د ختيز زون پر درې سوه جريبه ځمکه  زردالو،انار،امروت،بادام او ستروس کرل شوي چې دوه زره کورنۍ به يې له اقتصادي ګټو برخمنې شي.

د ختيزې سيمې د مېوه  کرونکو د  ټولنې مشر، حاجي غلام صديق زهير هم کليد ته په يوه مرکه کې دا ومنله چې د ايډيانيو په مرستو يې د مېوو حاصل تر پخوا ډېر شوى خو ده له کره شمېرې له ښودلو ناخبري وښوده.

د ختيز د مېوه کرونکو مشر او ايډيانيو موسسه دا خبرې په داسې مهال کوي چې د ننګرهار په ګډون د کونړ او لغمان ګڼ مېوه کرونکي لا هم دولت او يو شمېر مرستندويې د خپلو مرستو په وېش کې په درغليو تورنوي او وايي لکه چې په کار ده لا يې هغسې چا لاسنيوى نه دى کړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA