ads

وحيد عمر: كندهار كې د پوځي عملياتو اړتيا نشته

د تېرې چارشنبې په ورځ دناټو ملكي استازي مارك سيدويل كابل كې خبريالانوته ويلي وچې د كندهار عملياتو رهبري به افغان ځواكونه كوي ترڅو له سيمې طالبان وشړل شي او د دولت حاكميت پراختياومومي. د تېرې چارشنبې په ورځ دناټو ملكي استازي مارك سيدويل كابل كې خبريالانوته ويلي وچې د كندهار عملياتو رهبري به افغان […]

نویسنده: TKG
4 غبرګولی 1389

د تېرې چارشنبې په ورځ دناټو ملكي استازي مارك سيدويل كابل كې خبريالانوته ويلي وچې د كندهار عملياتو رهبري به افغان ځواكونه كوي ترڅو له سيمې طالبان وشړل شي او د دولت حاكميت پراختياومومي.

د تېرې چارشنبې په ورځ دناټو ملكي استازي مارك سيدويل كابل كې خبريالانوته ويلي وچې د كندهار عملياتو رهبري به افغان ځواكونه كوي ترڅو له سيمې طالبان وشړل شي او د دولت حاكميت پراختياومومي.

مارك سيدويل همدارازويلي و چې د كندهارعمليات به د هلمند ل د مارجې ولسوالۍ له عملياتوسره توپيرولري.

خو د غبروګولي په څلورمه د جمهور رئيس وياندوحيد عمر په يوې خبرې غونډې كې وويل چې د كندهار لپاره د نظامي عملياتو اړتيا نه ليدل كېږي.

د نوموړي په وينا، كندهار كې اوس مهال د مخالفينو جدي خطرنه ليدل كېږي نو د ده په وينا عملياتولپاره اړه نه پيداكېږي.

عمروايي دوى يو پلان  لري او له سوله ساتو ځواكونو سره يې هم په دې اړه خبرې كړي ، چې د عملياتو پر ځاى دې د حكومتي ادارو د ښه كېدا لپاره كاروشي.

د يادولو وړ ده چې كندهار د افغانستان له هغوو ولايتونو څخه ده چې ډيرى  طالبان په كې وخت ناوخته په دولتي چارواكو بريدونه كوي چې په تېره يوه مياشت  كې يې نږدې شل تنه دولتي چارواكي له منځه وړي دي.

دغه راز جمهور رئيس شاوخوايوه مياشت وړاندې له كندهار څخه د ليدنې په ترڅ كې د سيمې خلكوته ويلي و چې د دوي له مشورې او خوښې پرته به په كندهاركې عمليات نه پيليږي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA