ads

ملي امنيت د ترهګرو اوه كسيزه ډله نيولې

د ملي امنيت عمومي رياست وياند سعيدانصاري د دوشنبې په ور ځ د يوې خبرې غونډې په ترڅ كې وويل چې ملي امنيت په تېره يوه اونۍ كې هغه ترهګريزه ډله چې سږكال او تېركال يې په كابل ښار كې شاوخوا اوه ځانمرګي  بريدونه او يوه د موټر بم په چاودنه كې له ځانمرګو سره […]

نویسنده: TKG
4 غبرګولی 1389

د ملي امنيت عمومي رياست وياند سعيدانصاري د دوشنبې په ور ځ د يوې خبرې غونډې په ترڅ كې وويل چې ملي امنيت په تېره يوه اونۍ كې هغه ترهګريزه ډله چې سږكال او تېركال يې په كابل ښار كې شاوخوا اوه ځانمرګي  بريدونه او يوه د موټر بم په چاودنه كې له ځانمرګو سره د مرستې په تور نيول شوي دي.

د انصاري په وينانو، نوموړې ترهګريزې ډلې چاودېدونكي توكې د پولې له هغې غاړې افغانستان ته راوړي.

د انصاري په ونيا د ځانمرګو لپاره د موټرو مرسته له ننګرهار اوغزني ولايتونو څخه شوې ده.

دغه راز انصاري د پاكستان په استخباراتي شبكې آي ايس آى تور پورې كړ چې د نوموړو ترهګريزې شبكې سره يې مرسته كړې ده.

انصاري زياتوي چې دغه ترهګريزه ډله چې افغانان دي خو د دغو بريدونو زده كړه يې په پاكستان كې كړېده.

د يادولو وړ ده چې د همدغو تروريستي ډلو ورستى بريد چې د كابل د دارالامان په سيمه كې ترسره شو له كبله يې نږدې ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله او مالي زيان واوښته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA