ads

مشرانو جرګه: استاد خليلي په زور جنګ ته لمن وهي

د مشرانو جرګې رئيس په استاد كريم خليلي تور ولګاوه چې د قومونو د بيلولو او جنګ ته د لمن وهلو كوښښ كوي. مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې غونډه د كوچيانواو هزاره ګانو لانجې ته ځانګړې شوې وه چې څنګه نوموړې لانجه هواره شي.   د مشرانو جرګې رئيس په استاد كريم خليلي تور […]

نویسنده: TKG
4 غبرګولی 1389

د مشرانو جرګې رئيس په استاد كريم خليلي تور ولګاوه چې د قومونو د بيلولو او جنګ ته د لمن وهلو كوښښ كوي.

مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې غونډه د كوچيانواو هزاره ګانو لانجې ته ځانګړې شوې وه چې څنګه نوموړې لانجه هواره شي.

 

د مشرانو جرګې رئيس په استاد كريم خليلي تور ولګاوه چې د قومونو د بيلولو او جنګ ته د لمن وهلو كوښښ كوي.

مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې غونډه د كوچيانواو هزاره ګانو لانجې ته ځانګړې شوې وه چې څنګه نوموړې لانجه هواره شي.

يوه اونۍ وړاندې جمهور رئيس د يوه فرمان په ترڅ كې د يادو لوريو تر منځ دلانجې هوارى وغوښت، خو د مشرانو جرګې غړو هغه وخت په استاد كريم خليلي تور ولګاوه چې هغه په بهسودو كې يوې غونډې ته ويلي و، چې دى به هله له دې سيمې څخه لاړ شي، كله چې كوچيان له دې ځايه د تل لپاره ووځي او كه دغه مسئله په وينه هم تماميږي نو لومړى دې د ده وينه تويه شي.

د مشرانو جرګې يو شمېر غړيو ويل چې دغې مسئلي ته اوس د دواړو خواو مشران سياسي او قومي رنګ وركوي.

د ولسي جرګې غړى عبدالباقي بريال وايي، هر هغه څوك چې دغې لانجې ته لمن وهي هغه له هېواد سره جفاكوي.

د مشرانو جرګې رئيس وايي چې استاد كريم خليلي په لوى لاس غواړي چې په افغانستان كې ميشت قومونه بيل او په جنګ يې سره واړوي.

خو د ولسي جرګې يو بل غړى علي اكبر جمشيدي بيا وايي چې استاد كريم خليلي بهسودو او دايميرداد ته يواځې د ولسمشر د فرمان د تطبيقولو لپاره تللى دى .او د جمهور رئيس په مشوره يې نوموړې سيمې ته سفركړى تر څو نوموړې لانجې ته د پاى ټكى كې دي

په دې اړه د جمهور ريس د دفتر مطبوعاتي وياند وحيد عمر وويل، دغه شخړه يوه ټولنيزه موضوع، چې د دولت له لوري ورته يو موقتي حل پيدا شوى، او دوى هڅه كوي چې دايمي حل ورته پيدا كړي.

د يادولووړده چې جمهور رئيس يوه اونۍ وړاندې يو فرمان صادركړى و چې پكې له يادو غاړو غوښتل شوي وو چې شخړه دې پاىته ورسوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA