ads

د مزار- حيرتان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ جوړه شوه

د ماليې وزير ډاكتر عمر زاخېلوال د سه شنبې په ورځ ديوې خبري ناستې پر مهال چې د اسيا پراختياي بانك مشر هم ورسره پكې ګډون درلود وويل چې د حيرتان او مزار شريف ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د جوړيدا چارې پايته ورسيدې.     د ماليې وزير ډاكتر عمر زاخېلوال د سه شنبې په […]

نویسنده: TKG
4 غبرګولی 1389

د ماليې وزير ډاكتر عمر زاخېلوال د سه شنبې په ورځ ديوې خبري ناستې پر مهال چې د اسيا پراختياي بانك مشر هم ورسره پكې ګډون درلود وويل چې د حيرتان او مزار شريف ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د جوړيدا چارې پايته ورسيدې.

 

 

د ماليې وزير ډاكتر عمر زاخېلوال د سه شنبې په ورځ ديوې خبري ناستې پر مهال چې د اسيا پراختياي بانك مشر هم ورسره پكې ګډون درلود وويل چې د حيرتان او مزار شريف ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د جوړيدا چارې پايته ورسيدې.

د ماليې وزير زياته كړه، د مزار شريف او حيران ترمنځ د اورګاډي پټلۍ چې نږدې اويا كيلومتره په اوږدوالي ده، مالي لګښت ۱۶۵ مليونه ډالره ورته ځانګړي شوي چې د اسيا پراختيايي بانك لخوا ورته وركول كېږي.

د ماليې د وزير په وينا د دغې پروژې يو څه واړه كارونه لكه د پټلۍ غاړو ته جغل اچونه پاتې ده چې په نږدې راتلونكي به هغه هم پايته ورسېږي.

زاخيل وال د اورګاډي د اوسپنې پټلۍ د جوړيدا پروژه  ډېره مهمه وبلله او زياته يې كړه چې د اوسپنې پټلۍ په وسيله مزار شريف  د ازبكستان له لارې د اسيايي هېوادونو سره نښلول كيږي .

نوموړي زياته كړه په افغانستان كې د اورګاډي پټلۍ د جوړيدو پيل چې داسيايي بانك لخوا يې مالي ملاتړ شوي په راتلوونكو پنځو كلونو كې به شيرخان بندر له كندز سره، چمن به له كندهار سره، تورخم به له  جلاال باد سره او اسلام كلا به له هرات سره  ونښلول شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA