ads

د كندوز په چهار درې ولسوالۍ كې پوځي عمليات پيل شول

په کندوز کې د ميشتو جرمنې ځواکونو د مطبوعاتو افغان مسوول محمد نسيم سادات کليد ته وويل: دغه عمليات له سيمې څخه د وسلوالو طالبانو د پاکونې او د سړکونو څخه د ماينونو د لرې کولو په موخه پيل شوي.     په کندوز کې د ميشتو جرمنې ځواکونو د مطبوعاتو افغان مسوول محمد نسيم […]

نویسنده: TKG
4 غبرګولی 1389

په کندوز کې د ميشتو جرمنې ځواکونو د مطبوعاتو افغان مسوول محمد نسيم سادات کليد ته وويل: دغه عمليات له سيمې څخه د وسلوالو طالبانو د پاکونې او د سړکونو څخه د ماينونو د لرې کولو په موخه پيل شوي.

 

 

په کندوز کې د ميشتو جرمنې ځواکونو د مطبوعاتو افغان مسوول محمد نسيم سادات کليد ته وويل: دغه عمليات له سيمې څخه د وسلوالو طالبانو د پاکونې او د سړکونو څخه د ماينونو د لرې کولو په موخه پيل شوي.

نوموړي زياته كړه وسله والو طالبانو په ياد ولايت كې د بيا رغوني او هلته د بهرنيو ځواکونو د تګ راتګ پر وړاندې خنډ جوړ كړى و.

هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې امريکايان، المانيان، افغان ملي اردو، ملي امنيت او ملي پوليس ونډه لري .

د سادات په وينا، يادې ولسوالى ته ورغلي ټولې لارې  د وسلوالو طالبانو له لورې په ماينونو پوښل شوي او سمهال د ماينونو پاکونه روانه ده او همدارنګه په ځينوکليو جګړه هم روانه ده .

د يادې ولسوالۍ ولسوال عبدالواحد عمرخيل كليد ته وويل: چې په عيسي خيلو کې سخته جګړه روانه ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه يي مالومات نه لرل.

عمر خېل وويل: په دې عملياتو کې به د هوايي ځواک نه هم کار اخيستل کيږي.

د دغو عملياتو په اړه تر اوسه وسلوالو طالبانو خپل نظرنه دى څرگند كړى

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA