د نورستان چارواکي ګواښ کوي چې که دولت پربرګمټال ولسوالۍ د طالبانو د روانو بريدونو مخنيوي لپاره وسلې ورنه کړي، دا ولسوالي به يې ژر له واکه ووځي.
د نورستان چارواکي ګواښ کوي چې که دولت پربرګمټال ولسوالۍ د طالبانو د روانو بريدونو مخنيوي لپاره وسلې ورنه کړي،دا ولسوالي به يې ژر له واکه ووځي.
د نورستان والي جمال الدين بدر په جلال اباد کې يوې خبري ناستې ته وويل چې له دوه نېمو ورځو راهيسې د خيبر پښتونخوا له سوات او باجوړ څخه د مولانا فضل الله په مشرۍ لسګونه وسله والو طالبانو پر برګيمټال ولسوالۍ له څلورو غاړو د درنو وسلو بريدونه پيل کړي چې په وينايې د دوو دولتي سرتېرو د وژل کېدو او يوه بل د ټپي کېدو ترڅنګ پکې اووه تنه بريدګر هم وژل شوي.
بدر دغه راز د دې ولايت پخواني چارواکي په دې تورن کړل چې د پوليسو وسلې يې وسله والو طالبانو ته ورکړي.
د نورستان والي دغه راز پرځان د ولسمشر د سلاکار او د شکايت اورېدنې کمېسون د مشر اسدالله وفالخوا په اداري فساد او خپلې دندې ته دنه تلو تورونه هم رد کړل او تور يې ولګاوه چې د بهرنيو استخباراتو يو شمېر جاسوسانو يې د دولت وسله والو طالبانو په مرسته له دندې د ګوښه کېدو هڅې کوي.
د دولت وسله والو مخالفينو لا پر برګمټال د بريدونو په اړه څه نه دي ويلي خو د هېرولو نه ده چې تېر کال دا او د نورستان کامدېش ولسوالي دواړه په پوره ډول د هغو لاسته ورغلې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


