د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي د شينوارو او نازيانو ولسواليو ترمنځ پرته سيمه کې يې د يوه ښخ شوي ماين په کشفولو د درنې ولسي مرګ،ژوبلې مخنيوى کړى.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي د شينوارو او نازيانو ولسواليو ترمنځ پرته سيمه کې يې د يوه ښخ شوي ماين په کشفولو د درنې ولسي مرګ،ژوبلې مخنيوى کړى.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفورکليدته وويل دا ماين د شينوارو او نازيانو ولسواليو ترمنځ په يوه خوړ کې چې ډېر ولسي وګړي پرې تګ،راتګ کوي،ځاى پرځاى شوى و او امنيتي ځواکونو تر چاوديدو وړاندې له منځه يوړ.
سمونوال غفورد دې ماين په خښولو څوک تورن نه کړل خو بايد وويل شي چې په ډېرو سيمو کې د ماين چاودنو مسوليت وسله وال طالبان پرغاړه اخلي.
په دې اړه لا وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده چې په تېره اونۍ كې ننګرهار د څو بمي چاودنو شاهد و او د چارواكو په وينا په تېره مياشت كې يې په منځني ډول هره ورځ دوه ماينونونه شنډکړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


