ads

په لغمان كې د پوليسو پر يوې پوستې وسله وال بريد

د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوې پوسته وسله وال  بريد وكړ چې د چارواکو په وينا تلفات نه لري. خو وسله والو طالبانو د بريد پړه يې پر غاړه اخيستې ويلي چې په بريد كې څو تنه وژل شوي دي.   د دولت وسله […]

نویسنده: TKG
3 غبرګولی 1389

د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوې پوسته وسله وال  بريد وكړ چې د چارواکو په وينا تلفات نه لري.

خو وسله والو طالبانو د بريد پړه يې پر غاړه اخيستې ويلي چې په بريد كې څو تنه وژل شوي دي.

 

د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوې پوسته وسله وال  بريد وكړ چې د چارواکو په وينا تلفات نه لري.

خو وسله والو طالبانو د بريد پړه يې پر غاړه اخيستې ويلي چې په بريد كې څو تنه وژل شوي دي.

د قرغيو ولسوال حاجي صالح محمد وويل: بريد د شپې پر درېيو بجو د دولت وسله والو مخالفيو د نجونو له يوه ښوونځي  د کلاشينکوفونو په مټ کړى چې بيا د پوليسو غبرګون سره مخ شوي.

د قرغيو ولسوال وايي پېښه کې دواړه غاړې تلفات نه لري.

د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد بيا کليد ته په ټليفوني پيغام کې د بريد د مسوليت منلو ترڅنګ وويل بريد يې په مندروړ سيمه کې کړى او پوليسو ته  پكې مرګ،ژوبله اوښتې ده.

د قرغيو ولسوالي د کابل جلال اباد پر لاره پرته ده، تر دې پخوا  پکې ډېر ځله  د دولت وسله والو مخالفينو د بهرنيو ځواکونو اکمالا تي کاروانونه او يو شمېر افغان چارواکي تر بريدونو لاندې راوستي وو

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA