و لسي جرګې د حكومت له لوري د كابينې د پاتې غړو د نه معرفي كېدو او په غونډه كې د جمهور رئيس د دويم مرستيال كريم خليلي نه ګډون په غبرګون كې نن د درېمې ورځې لپاره په چوپتيا كې تېره كړه .
و لسي جرګې د حكومت له لوري د كابينې د پاتې غړو د نه معرفي كېدو او په غونډه كې د جمهور رئيس د دويم مرستيال كريم خليلي نه ګډون په غبرګون كې نن د درېمې ورځې لپاره په چوپتيا كې تېره كړه .
د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په غونډه کې، وکيلانو يواځې مېزونه ډبول او پيغام يې دا و، چې بايد د کابينې پاتې غړي ژر تر ژره ور معرفي شي.
دغه راز دوى غوښتنه كوله چې استاد كريم خليلي دې بېړنۍ كمېټې د كړنو او تياريو په هكله ولسي جرګې ته معلومات وركړي.
د ولسي جرګې غړو ويل چې اوس د دې وخت رارسېدلى دى چې يا خو د ولسي جرګې غوښتنې ومنل شي او يا دې شورا وتړل شي.
د ولسي جرګې غړى خالد پښتون هم په همدې نظر دى او زياتوي، كه چېرې د ولسي جرګې غوښتنې ونه منل شي، نو دا به خلكو ته معلومه شي چې شورا بې كفايته او په كار نه پوهېږي .
د ولسي جرګې غړې نورزيه اتمروايي د كابينې د پاتې غړو معرفي كول يواځې سياسي ستونزې دي چې جمهور رئيس ورسره مخامخ دى.
اتمر زياتوي، يو شمېر سياسي كړۍ غواړي چې د دوي اوسني سر پرست وزيران د دويم ځل لپاره بيا ولسي جرګې ته د رايو اخستلو لپاره راشي.
د غونډې په پاى كې د ولسي جرګې رئيس محمد يونس قانوني وكيلانو ته وويل چې د دوي اعتراضيه غونډه د امتياز اخستلو لپاره نه بلكې د اساسي قانون د تطبيق او پلي كولو لپاره ده .
قانوني په سختو ټكو غوښتنه وكړه چې د جمهور رئيس پاتې كابينه دې ور معرفي شي او همدا راز د استاكريم خليلي پرځاى دې داسې يو تن د بېړني حالت د كمېټې د رئيس په توګه وګمارل شي چې ولسي جرګې او خلكو ته د ځواب وركولو لپاره ورشي.
د يادولو وړ ده چې ولسي جرګې د تېرو څو ورځو راهېسې له جمهور رئيس حامدكرزي او د هغه له مرستيال كريم خليلي څخه غواړي چې د ولسي جرګې غوښتنې ومني، خو لوړ پوړو دولتي چارواكو تر دې مهاله د ولسي جرګې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دى ويلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


