د ننګرهار د ښځو چارو رياست د دې ترڅنګ چې په دې ولايت کې پر نشه يي توکيو د پينځه سلنه ښځو د روږدي والي خبرورکوي، وايي چې د دغو ښځو درملنې ته حکومت څه پاملرنه نه کوي.
د ننګرهار د ښځو چارو رياست د دې ترڅنګ چې په دې ولايت کې پر نشه يي توکيو د پينځه سلنه ښځو د روږدي والي خبرورکوي، وايي چې د دغو ښځو درملنې ته حکومت څه پاملرنه نه کوي.
د دغه رياست نوې رېسې انيسې عمراني کليد ته په يوه مرکه کې وويل چې د ننګرهار په لېرو پرتو سيمو کې د ټولې سيمې پينځه سلنه ښځې چې نارينه وو يې د نيشه يي توکيو کرکيله کړې، نيشه يي توکي کاروي.
د ښځو چارو رېسې دغه راز پر روغتيايي ادارې هم نيوكې كولې او ويې ويل چې روغتيايي هڅو له لارې له نشو د دې ښځو راګرځولو ته يې کومه پاملرنه نه ده کړې.
د ننګرهار ښځو چارو رياست دا خبردارى په داسې مهال ورکوي، چې يو شمېر خلک بيادې برخه کې خپله همدا اداره هم په ناغېړۍ او د خپلو مسوليتونو په نه ترسراوي تورنوي او وايي دوى هم د ښځو په نامه يوازې سمبوليک کارونه کړي، خو دا اداره يې بيانيوکې نه مني.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


