چارواكي وايي چې د ننګرهار په دوو سرحدي ولسواليو كې يې پر لسګونه كيلو ګرامه نشه يي توكيو سربېره يې يو شمېر وسلې هم نيولي دي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي ادارې کليد ته وويل چې نيشه يي توکي يې د اچين ولسوالۍ په عبدالخېلو كې له درېيو کورونو څخه د عملياتو
چارواكي وايي چې د ننګرهار په دوو سرحدي ولسواليو كې يې پر لسګونه كيلو ګرامه نشه يي توكيو سربېره يې يو شمېر وسلې هم نيولي دي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي ادارې کليد ته وويل چې نيشه يي توکي يې د اچين ولسوالۍ په عبدالخېلو كې له درېيو کورونو څخه د عملياتو پرمهال نيولي چې کچه يې تر اوياکيلوګرامو اوړي او پکې پر هيروينو سربېره،د ترياکو چرې،توفاله او نور نيشه يي توکي هم شامل دي.
سرچينه په دې عملياتو کې د څلوروېشتو هوايي فيشنګونو د موندنې خبره هم کوي.
د ننګرهار امنيې قومندانۍ په يوه بل خبر کې کليد ته ويلي چې د مومند درې سرحدي ولسوالۍ په ګردي غوث کې يې هم ځواکونو عمليات کړي او له يوه کوره يې د راکټ څلور آر،پي جي ګولۍ ترلاسه کړي.
امنيې قومندانۍ د دغو توکيو په تور د چا د نيونې په اړه څه نه دي ويلي خو وايي په دې اړه يې پلټنې پيل کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


