په فراه ولايت كې د سړك غاړې بمي چاودنې پنځه ملكي وګړي ووژل او اته نور هغه يې ټپيان كړل.
دغه پيښه نن سهار اوه بجې د فراه ولايت په خاك سفيد ولسوالۍ كې هغه مهال رامنځته شوه، چې د ملكي وګړيو يو كاسټر موټر د سرك غاړې پر اېښودل شوي ماين برابر شو.

د لويديځ زون د پوليسو ساحوي قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمد د پېښې پخلى وكړ او رسنيو ته يې وويل چې، په مړو او ټپيانو كې ماشومان او ښځې هم شاملي دي .
احمدي د دغه چاودنې پړه پر وسله والو طالبانو واچوله او زياته يي كړه، چې مخالفينو د غه ماين د دولتي سرتېرو لپاره ځاى پر ځاى كړى و.
ځايي چارواكي وايي، چې د پيښې په تړاو څوك نه دي نيول شوي خو پلټنې يې پيل كړي دي .
وسله والو طالبانو هم تر اوسه ددغه چاودنې په اړه څه نه دي ويلي .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ