ads

د نورستان والي او امنيه قومندان په فساد تورن شو

د جمهوري رياست د شکايت اوريدنې کمېسون د اداري فساد او خپلې دندې ته د نه حاضريدو په تور لوې څارنوالۍ ته د نورستان د  والي او امنيې قومندان د ور پېژندلو اعلان وکړ. د جمهوري رياست د شکايت اوريدنې کمېسون د اداري فساد او خپلې دندې ته د نه حاضريدو په تور لوې څارنوالۍ […]

نویسنده: TKG
3 غبرګولی 1389

د جمهوري رياست د شکايت اوريدنې کمېسون د اداري فساد او خپلې دندې ته د نه حاضريدو په تور لوې څارنوالۍ ته د نورستان د  والي او امنيې قومندان د ور پېژندلو اعلان وکړ.

د جمهوري رياست د شکايت اوريدنې کمېسون د اداري فساد او خپلې دندې ته د نه حاضريدو په تور لوې څارنوالۍ ته د نورستان د  والي او امنيې قومندان د ور پېژندلو اعلان وکړ.

د دغه کمېسون مشر اسدالله وفا د کليد خبريال سره په يوه ځانګړې مرکه کې  له نوم اخېستو پرته څارنوالۍ ته د ختيز زون د يوه بل والي د دندې د ځنډ يدو خبرهم ورکوي، خو نوموړي دا څرګنده نه كړه چې كوم ولايت دى او څوك به يې پر ځاى راشي.

اسدالله وفا وايي د نورستان ولايتي شورا ورته شکايت کړى چې والي او امنيې قومندان يې له شپږو مياشتو راهيسې نه يوازې خپلې دندې ته نه ورځي، بلکې بې وزلو ته ځانګړي زرګونه بورۍ غنم يې هم خپلو کې وېشلي.

وفا وايي د نورستان له والي څخه ورته پخوا هم ډېر شکايتونه شوي وو چې له امله يې اوس ورته په ننګرهار څارنوالۍ کې يوه دوسيه هم رامنځته شوې.

بلخوا د نورستان والي جمال الدين بدر بيا کليد سره خبرو کې  پرځان تورونه رد کړل   خو دا يې ومنله چې ولايت ته يې له ده څخه د پلټنو لپاره د لوې څارنوالۍ يو پلاوى ورغلى.

بدر سينه وډبوله چې په هره محکمه او څارنوالۍ کې به ځان سپين جوتوي او خپلې ننګې ته چمتوالى لري.

د جمهوري رياست د شکايت اوريدنې د کمېسون مشر دغه راز د يوه پلاوي په مشرۍ ننګرهار کې د امان الله خان ښارګوټي پرسر جرګې ته د لانجه کوونکيو سلا کول،د والي او ولايتي شورا روغه او په ننګرهار ښاروالۍ کې د يوې  لويې درغلۍ راسپړل خپلې لاسته راوړنې وګڼلې.

نوموړي دغه څرګندونې د ننګرهار ښاروالۍ د غونډو په تالار كې د يوې خبري ناستې په ترڅ كې وكړې.

د ننګرهار ښاروال لعل آغاکاکړ چې څو ورځې وړاندې يې پرضد ننګرهار کې يو لاريون هم شوى و،او په دغه خبري ناسته كې يې شتون درلود په دې اړه له خبرو ډډه وکړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA