ads

د لويدلې الوتکې د قربانيانو جسدونه کندوز ته انتقال شول.

په 43 جسدونو کې تر اوسه پورې د کندوز ولايت 3 جسدونه پيژندل شوي، چې 2 جسدونه يې نن کندوز ته را انتقال شول. راوړل شوي جسدونه د کندوز په هوايي ډګر کې د مړو خپلوانو ته  په داسې حال کې وسپارل شول چې يو شمير دولتې چارواکو ترڅنګ د وژل شويو خپل خپلوان هم […]

نویسنده: TKG
3 غبرګولی 1389

په 43 جسدونو کې تر اوسه پورې د کندوز ولايت 3 جسدونه پيژندل شوي، چې 2 جسدونه يې نن کندوز ته را انتقال شول.

راوړل شوي جسدونه د کندوز په هوايي ډګر کې د مړو خپلوانو ته  په داسې حال کې وسپارل شول چې يو شمير دولتې چارواکو ترڅنګ د وژل شويو خپل خپلوان هم راغلې وول.

کريمه صادقي چې د کندوز د ولايتې شورا وکيله ده او د الوتکې په پيښه کې يي دوه لوڼې له لاسه ورکړي هغې په سختو ټکو کې  خبريالانو ته وويل، چې دولت دي د دا ډول بې کيفته او بې مسووليته الوتکو په پروازونو بنديز ولګوي، تر څو په راتلوونکې کې د ورته پيښو مخه ونيول شي.

نوموړې زياته کړه، چې د دغې پيښې په اړه دې جدي تحقيقات وشوي ترڅو په ډاګه شي چې د الوتکې د لويدنې علت څه و.

دا په داسې حال کې ده چې تېره دوشنبه د پامير خصوصې شرکت يوه الوتکه د کندوز څخه کابل ته پر لاره وه چې په شکر دره کې رانسکوره شوه او ټولې سپرلۍ يي له منځه لاړې.

د يادونې وړ ده چې يادې پيښې علت تراوسه ندي معلوم.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA