نن د جوزا درېمه د ښوونكي له ورځې سره برابره ده، چې په ټول هېواد كې په ځانگړيو مراسمو سره لمانځل كيږي.
د غه ورځ په داسي حال كې لمانځل كېږي، چې د هيواد په ځينو نا امنو سيمو كې يو شمير ښوونځي لا هم دزده كوونكيو پر مخ تړلي دي.

د پوهنې وزارت چارواكي وايي، چې دوى د سيمه ييزو مشرانو په مټ هڅه كوي تر څو تړل شوي ښوونځي بيرته د زده كوونكيو پر مخ پرانيزي.
چې په وينا يې په ځينو سيمو كې تر يوې اندازې دغه كار شوى دى.
يو شمېر كارپوهان پر دولت غږ كوي چې، د دغې ورځې په را رسيدو سره دې د هېواد په گوټ ګوټ كې روزنيز بهير ته پوره پاملرنه وكړي.
دوى له دولته غوښتنه كوي چې د ښوونكيو د ژوندانه د ښه والي او ټاكلي نصاب په برابريدو كې دې خپلې هڅې ګړندۍ كړي.
د يادولو وړ ده، چې په ټول هېواد كې اوس هم د يو لړ ستونزو له كبله پينځه مليونه ماشومان ښوونځي ته نه ځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ